پېښور ۔ 05 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي قامي اتل كېپټن كرنل شېر خان شهيد (نشانِ حېدر) ته د هغه د شهادت په 27 مه كليزه پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې د خېبر پښتونخوا فرزند کېپټن کرنل شېر خان شهید د وطن دفاع لپاره د خپل ژوند قرباني وركولو سره د مړانې ٬ فرض شناسۍ او وطن سره د مينې ځلنده مثال …
د ګورنر فېصل كريم كنډي كېپټن كرنل شېر خان شهيد ته پېرزوئنې
پېښور ۔ 05 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي قامي اتل كېپټن كرنل شېر خان شهيد (نشانِ حېدر) ته د هغه د شهادت په 27 مه كليزه پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې د خېبر پښتونخوا فرزند کېپټن کرنل شېر خان شهید د وطن دفاع لپاره د خپل ژوند قرباني وركولو سره د مړانې ٬ فرض شناسۍ او وطن سره د مينې ځلنده مثال پرېښودلے دے۔ د اتوار په ورځ د ګورنر پبلک ریلېشنز آفیسر لخوا په جاري شوي پیغام كښې ګورنر ووئيل د کېپټن کرنل شېر خان شهيد ځانګړې قرباني ټول قام لپاره د وياړ وړ ده۔ د صوابۍ دې مېړني فرزند د دښمن په وړاندې د غېر معمولي زړورتيا او استقادمت مظاهره وكړه۔ ده ووئيل قام به د كرنل شېر خان په څير مېړنو فرزاندانو قربانۍ كله هم هېرې نه كړي۔











