کوئټه ۔ 05 جولائی (اے پی پی) د بلوچستان وزیراعلی میر سرفراز بګټي کېپټن کرنل شیرخان ته د 27مې شهادت کلیزې په مناسبت پېرزوئنې وړاندې كولو سره ويلي دي چې د كېپټن کرنل شیرخان شهید تلپاتې قرباني د پاکستان د پوځي تاریخ یو ځلنده او نه هېرېدونکے باب دے۔ د وزیراعلی هاؤس لخوا په جاري شوي خپل خصوصي بيان كښې وزيراعلی ووئيل كېپټن کرنل شېرخان شهید، په سختو حالاتو كښې …
د كېپټن كرنل شېر خان شهيد قرباني قام لپاره د لارې مشال دے: مير سرفراز بګټي
کوئټه ۔ 05 جولائی (اے پی پی) د بلوچستان وزیراعلی میر سرفراز بګټي کېپټن کرنل شیرخان ته د 27مې شهادت کلیزې په مناسبت پېرزوئنې وړاندې كولو سره ويلي دي چې د كېپټن کرنل شیرخان شهید تلپاتې قرباني د پاکستان د پوځي تاریخ یو ځلنده او نه هېرېدونکے باب دے۔ د وزیراعلی هاؤس لخوا په جاري شوي خپل خصوصي بيان كښې وزيراعلی ووئيل كېپټن کرنل شېرخان شهید، په سختو حالاتو كښې د غېر معمولي مړانې او وطن سره د مينې څرګندونه كولو سره د خپلې خاورې دفاع لپاره د خپل ژوند قرباني وركړه او قومي اتل جوړ شو۔ ده ووئيل د وطن په خاطر د خپلو ځانونو قرباني وركوونكي قام لپاره د وياړ وړ دي او د هغوي قربانۍ به راتلونكو نسلونو لپاره د لارې مشال وي۔ ده ووئيل د بلوچستان حكومت او د صوبې اولس د داخلي او خارجي خطرو مقابلې له د خپلو مېړنو وسله والو ځواكونو ترڅنګ ولاړ دے او د هېواد سلامتيا له به له كومې هم قربانۍ مخ نه اړوي۔ ده ووئيل قام به د كرنل شېر خان په شمول د ټولو شهيدانو قربانۍ تل عزت او احترام سره يادې ساتي او د هغوي د قرباني د ايثار او قربانۍ روايت به راتلونكو نسلونو لپاره د حوصلې و عزم سرچينه پاتې وي۔












