پېښور ۔ 03 جولائی (اے پی پی) د قومي وطن پارتۍ چيئرمېن آفتاب احمد خان شېرپاؤ په دانه سر سيمه كښې د مسافر بس پېښه كښې د 40 كسانو په حق رسېدو د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د جمعې په ورځ د غمرازۍ خپل بيان كښی هغه ووئيل د بلوچستان او خېبر پښتونخوا سرحدی سيمه دانه سر كښې د مسافر بس ژورې كندې ته د پرېوتو …
د آفتاب شېرپاؤ په دانه سر كښې د مسافر بس پېښه كښې د 40 كسانو په حق رسېدو د ژور غم دړد څرګندونه
پېښور ۔ 03 جولائی (اے پی پی) د قومي وطن پارتۍ چيئرمېن آفتاب احمد خان شېرپاؤ په دانه سر سيمه كښې د مسافر بس پېښه كښې د 40 كسانو په حق رسېدو د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د جمعې په ورځ د غمرازۍ خپل بيان كښی هغه ووئيل د بلوچستان او خېبر پښتونخوا سرحدی سيمه دانه سر كښې د مسافر بس ژورې كندې ته د پرېوتو خبر په اورېدو راته سخت خفګان وشو ٬ زما ټولې خواخوږۍ غمجنې كورنۍ سره دي۔ ده ووئيل هره ورځ دا ډول پېښې رامخې ته كېدل اندېښمن دي۔ ده زياته كړه چې كه ددې پیښو ذمه وار قانون ته وړاندې كړی شي نو د داسې دړدېدلو پېښو تسلسل كمېدې شي










