د بلوچستان په شیراني ضلع كښې د بس پیښه ، د ریسکیو 1122 خیبر پښتونخوا د مرستې هلې ځلې روانې دي

پیښور۔ 03 جولائي (اے پي پي) د بلوچستان ضلع شیراني ضلع كښې  د مسافر بس پیښې نه پس د ریسکیو 1122 خیبر پښتونخوا د مرستې هلې ځلې روانې دي۔ د ریسکیو 1122 وياند خیبر پښتونخوا بلال احمد فیضي تر مخه د بلوچستان ضلع شیراني، ډویژنل هیډکوارټر ژوب سره د کوئټې نه پنډۍ /اسلام آباد ته روان مسافر بس د لويې خفګانې پیښې سره مخ شو ۔ د پیښې په وخت …

پیښور۔ 03 جولائي (اے پي پي) د بلوچستان ضلع شیراني ضلع كښې  د مسافر بس پیښې نه پس د ریسکیو 1122 خیبر پښتونخوا د مرستې هلې ځلې روانې دي۔ د ریسکیو 1122 وياند خیبر پښتونخوا بلال احمد فیضي تر مخه د بلوچستان ضلع شیراني، ډویژنل هیډکوارټر ژوب سره د کوئټې نه پنډۍ /اسلام آباد ته روان مسافر بس د لويې خفګانې پیښې سره مخ شو ۔ د پیښې په وخت بس كښې 48 مسافر ناست وو ۔ په اطلاع  تر لاسه كېدو  د ایمرجنسي سروسز ژوب او ریسکیو 1122 فرنټیئر ریجن درازندہ، ضلع ډیرہ اسماعیل خان د مرستې ډلې سمدستي د پیښې ځائے ته ورسېدې اور د مرستې هلې ځلې يې پېل كړې ۔ پیښه كښې ژوبل شوو 8  كسانو ته په موقع ابتدائي طبي مرستې وركولو نه پس هغوي  ډي ایچ کیو هسپتال ژوب ته منتقل کړے شول ۔پیښه كښې د حق رسېدلو 40 كسانو مړي په ابتدائي توګه  نزدې  آر ایچ سي ته منتقل کړے شول ، بيا وروستو ریسکیو 1122 ایف آر درازندہ او د ایمرجنسي سروسز ژوب ډلو ټول مړي ډي ایچ کیو هسپتال ژوب ته منتقل کړل ۔ د ریسکیو 1122 خیبر پښتونخوا ډلو د ایمرجنسي سروسز بلوچستان سره اوږه په اوږه د مرستې كارونو كښې برخه اخلي دغسې چې  ژوبل شوو، حق رسېدلو او د هغوي  كورنيو ته هر ممکن سهولت او په وخت مرسته وركړې شي۔ د ریسکیو 1122 ډلو د نورو اړوندو  ادارو سره په مکمل رابطې كښې دي او  د مرستې كارواۍ روانې دي