پېښور ۔ 03 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ سهېل آفریدی په مشرۍ كښې د هزاره ډويژن پرمختيائي منصوبو او امن وامان په اړه غونډه وشوه۔ د وزیراعلیٰ هاوس پېښور وياند له مخې وزیراعلیٰ په ضلع کولئی پالس او الائي كښې د سېلګرۍ نوو ځايونو درك لګولو هدايت وكړو۔ په دې موقعه د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ سهېل آفریدی ووئيل د هزارہ پېکج لاندې سېلګرۍ ته ودې وركولو له …
د خېبر پښتونخوا وزيراعلی په مشرۍ كښې د هزاره ډويژن پرمختيائي منصوبو٬ امن وامان په اړه غونډه ٬ د سېلګرۍ نوو ځايونو درك لګولو امر
پېښور ۔ 03 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ سهېل آفریدی په مشرۍ كښې د هزاره ډويژن پرمختيائي منصوبو او امن وامان په اړه غونډه وشوه۔ د وزیراعلیٰ هاوس پېښور وياند له مخې وزیراعلیٰ په ضلع کولئی پالس او الائي كښې د سېلګرۍ نوو ځايونو درك لګولو هدايت وكړو۔ په دې موقعه د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ سهېل آفریدی ووئيل د هزارہ پېکج لاندې سېلګرۍ ته ودې وركولو له 50 کروړه روپۍ په خاص توګه د سېلګرۍ منصوبو لپاره بېلې كړې شوي۔ وزیراعلیٰ چیف وهِپ ته هم په راروانه غونډه كښې د ګډون كولو هدايت وكړو۔ وزیراعلیٰ د پشكال موسم كښې د چمتو پاتې كېدو او په کنټېجنسی پلانز د سمدستي عملدرآمد باوري كولو هدايت وكړو۔ دغسې وزيراعلی امر وكړو چې صوبې ته راتلونكو ملكي او بهرني سېلګرو ته غوره آسانۍ وركړې شي او د هغوي په زړه پورې مېلمه پالنه دې وكړې شي۔ ده ووئيل سېلګري د صوبې سافټ امېج رامخې ته كولو كښې د سفير كردار ترسره كوي۔ وزیراعلیٰ په ضلعي كچه د سروس ډیلیوری ښه كولو له اولس سره د تړون پياوړې كولو هم امر وكړو۔ ده ووئيل ضلعی انتظامیه دې په غونډو او نورو اولسي فعاليتونو كښې ځائي ټاكلې شوې اولسي استازي هم شامل كړي۔ ده ووئيل صوبه كښې امن باوري كولو له د پوليس بجټ زيات كړے شوے۔ په دې موقعه وزيراعلی ووئيل په هزارہ ډویژن كښې د كلنه صوبائي پرمختيائي پروګرام لاندې په 139 پرمختيائي منصوبو كار روان دے۔ د بریفنګ له مخې په پاکستان سیټیزن پورټل درج 2,111 شکایتونو كښې 1,879 شکایتونه ترسره كړے شول۔ په بريفنګ كښې ووئيل شول په اېبټ آباد او بټګرام كښې د زمكو ریکارډ 100 فیصد ډیجیټلائز، د هری پور 97 فیصد او د مانسهرې 90 فیصد ریکارډ هم ډیجیټلائز كړے شوے۔ په بریفنګ كښې دا هم ووئيل شول چې په هزارہ ډویژن كښې 20 پولیس سهولت مرکزونه فعاله دي او نور 6 جوړولې شي











