فېصل آباد۔20 جولائي (اے پي پي) د پاكستان نوموړي فوك سندر غاړي عالم لوهار 47 م تلين سبا د جمعې په ورځ په دريمه جولائي نمانځلې كېږي۔ عالم لوهار په 1928 كښې زېږېدلے ؤ او د چا تعلق چې د پنجاب ګجرات ښار يو كلي آج كوچ سره ؤ ۔ هغه د 13 كالو په عمر كښې خپل وړومبے البم رېكارډ كړے ؤ كوم چې د ځانګري انداز له …
د نامتو فوك سندر غاړي عالم لوهار 47 تلين (نن) نمانځلې كېږي

مزید خبریں
فېصل آباد۔20 جولائي (اے پي پي) د پاكستان نوموړي فوك سندر غاړي عالم لوهار 47 م تلين سبا د جمعې په ورځ په دريمه جولائي نمانځلې كېږي۔ عالم لوهار په 1928 كښې زېږېدلے ؤ او د چا تعلق چې د پنجاب ګجرات ښار يو كلي آج كوچ سره ؤ ۔ هغه د 13 كالو په عمر كښې خپل وړومبے البم رېكارډ كړے ؤ كوم چې د ځانګري انداز له امله اولس زيات خوښ كړے ؤ ۔دغې نه بس هغه بيا تهېټر جوړ كړو ۔ د هغه ډلې به په مېلو او مزارات پرفارم كولو او د عالم لوهار نه بغېر يو وخت داسې راغلو جې تهېټر او مېلې نېمګرې ګڼلې كېدې۔هغه به د سلطان باهو او ميا محمد بخش كلام ډېر په خوند وئېلو او د كليو خلقو مشرانو او كشرانو به ډېر اورېدل۔د هغه ډېرو سندرو په هېواد او بهر هېوادونو كښې ډېر شهرت تر لاسه كړے ۔ د برطانيه ملكه الزبته او د هند وزيراعظم پنډت جواهر لال نهرو په خاص توګه د هغه د پرفارمنس نه خوند اغستے۔ په 1979 كښې ورله حكومت په غوره كاركردګۍ پرائېډ آف پرفارمنس اېوارډ وركړو او دغسې په 3 جولائي كال 1979 په ملتان روډ مازيګر په ټرافېكي پیښه كښې دا نامتو هنر مند په حق ورسېد۔









