د خيبرپښتونخوا سيف سټيز پراجيکټ او د پېښور ټرانس تر مېنځه د امنيتي مرستې په مفاهمتي يادداښت لاسليك

  پېښور 02 جولائي (اے پي پي) په سينټرل پوليس آفس پېښور كښې د خېبر پښتونخوا سيف سټيز پراجيکټ او د ټرانس پېښور ترمېنځه د امنيتي مرستې په مفاهمتي يادداښت لاسليك وشو۔ د سينټرل پوليس آفس وياند له مخې په دستوره كښې د انسپكټر جنرل آف پوليس خېبرپښتونخوا ذوالفقار حميد د خاص مېلمه په حېث ګډون وكړو او په دې موقع ايډيشنل آئي جي پيز و ډي آئي جيزهم موجود …

 

پېښور 02 جولائي (اے پي پي) په سينټرل پوليس آفس پېښور كښې د خېبر پښتونخوا سيف سټيز پراجيکټ او د ټرانس پېښور ترمېنځه د امنيتي مرستې په مفاهمتي يادداښت لاسليك وشو۔ د سينټرل پوليس آفس وياند له مخې په دستوره كښې د انسپكټر جنرل آف پوليس خېبرپښتونخوا ذوالفقار حميد د خاص مېلمه په حېث ګډون وكړو او په دې موقع ايډيشنل آئي جي پيز و ډي آئي جيزهم موجود وو۔ د خېبر پښتونخوا سيف سټيز لخوا پراجيکټ ډائريکټر ډي آئي جي آئي ټي اعجاز احمد او د ټرانس پېښور لخوا چيف ايګزيکټيو ډاکټر سيد مرتضيٰ اصغر بخاري په مفاهمتي يادداښت لاسليك وكړو٬ د مفاهمتي يادداښت مقصد د دواړو ادارو ترمېنځه تکنيکي مرسته، د نګراني نظام كوټلے كول او د ښار مجموعي امنيتي وضعه ښه كول دي

مزید خبریں