اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي وئيلي دي د پاکستان او افريقې اړيكې كله هم يوازې د مفاداتو په بنياد نه وې بلكې په شريك احترام، د نوآبادياتي نظام په ضد مشتركه هلو ځلو و انصاف، خپلواكۍ او د تل پاتي پرمختګ په مشتركه عزم اډانه دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اسلام آباد چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري (آئي سي …
د پاکستان او افريقې اړيكې په شريك احترام، د نوآبادياتي نظام په ضد مشتركه هلو ځلو و انصاف، خپلواكۍ او د تل پاتي پرمختګ په عزم اډانه دي۔ فيصل کريم کنډي

مزید خبریں
اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي وئيلي دي د پاکستان او افريقې اړيكې كله هم يوازې د مفاداتو په بنياد نه وې بلكې په شريك احترام، د نوآبادياتي نظام په ضد مشتركه هلو ځلو و انصاف، خپلواكۍ او د تل پاتي پرمختګ په مشتركه عزم اډانه دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اسلام آباد چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري (آئي سي سي آئي) تر سېوري لاندې “افريقه ډے 2026” دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه چې پكښې د افريقې د بېلو هېوادونو سفيرانو، هائي کمشنرز، اعليٰ سرکاري چارواكو٬ سفيرانو، کاروباري مشرانو او د افريقې مشنز نمائندګانو ګډون كولو٬ د دستورې مقصد د پاکستان او افريقائي هېوادونو ترمېنځه د اوږدې مودې د دوستۍ اړيكې لا مستحكمول او د اقتصادي مرستې نوې موقعې لټول وو۔ دستورې ته د خاص مېلمه په توګه خپلې وېنا كښې ګورنر فيصل كريم كنډي ووئيل پاکستان عمر له د افريقې د آزادۍ تحريكونو ملاتړ كړے دے او تجارت، تعليم، امن مشنز او د نړيوالې سفارت کارۍ په مهال كښې ئې د باور وړ شراكتدار په توګه خپل كردار لوبولے دے۔ ده زور راوړو چې اوس وخت راغلے دے چې سياسي يووالې په قوي معاشي شراکت دارۍ بدل كړې شي چې پكښې تجارت، سرمايه کاري، سائنسي مرسته، اعليٰ تعليم او اولسي روابطو ته وركړئ شي۔ ده افريقې سرمايه كارو ته د خېبر پښتونخوا په پن بجلي، معدنيات، زراعت، صنعت او د بشري وسائلو د پرمختګ په څانګو كښې موجود پراخه موقعو څخه د ګټې پورته كولو بلنه هم وركړه









