ډيره اسماعيل خان كښې د اېس آئي يو ټي جوړولو په اعلان د صدر  مملكت او د پيپلز پارټۍ چيئرمين  مننه كوم۔فيصل كريم كنډي

پېښور 01 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په ډيره اسماعيل خان كښې د سندھ انسټي ټيوټ آف يورالوجي اينډ ټرانسپلانټيشن (اېس آئي يو ټي) جوړولو په اعلان د صدر  مملكت آصف علي زرداري او د پيپلز پارټۍ چيئرمين بلاول بھټو زرداري مننه وكړه۔د پېښور ګورنر هاؤس وياند د اړخه جاري شوې بيان له مخې فيصل كريم كنډي ووئيل په ډيره  اسماعيل خان كښې د …

پېښور 01 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په ډيره اسماعيل خان كښې د سندھ انسټي ټيوټ آف يورالوجي اينډ ټرانسپلانټيشن (اېس آئي يو ټي) جوړولو په اعلان د صدر  مملكت آصف علي زرداري او د پيپلز پارټۍ چيئرمين بلاول بھټو زرداري مننه وكړه۔د پېښور ګورنر هاؤس وياند د اړخه جاري شوې بيان له مخې فيصل كريم كنډي ووئيل په ډيره  اسماعيل خان كښې د اېس آئي يو ټي جوړولو په اعلان د صدر  مملكت آصف علي زرداري او  د  پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بھټو زرداري مننه كوم۔ده ووئيل د سندھ وزيراعلیٰ او د هغه د حكومت كردار هم په دې اړه د ستائنه وړ دے۔ ګورنر ووئيل اېس آئي يو ټي ډيره به په يو ارب روپو جوړولې شي،دا زمونږ د صوبې لپاره د پيپلز پارټۍ ډالۍ ده۔ده ووئيل په سندھ كښې د روغتيا محكمې سهوليات ټول هېواد لپاره مثال لري، اېس آئي يو ټي ډيره لپاره د زمكي اغستو كار په آخري پړاؤ كښې دے ٬ ډير زر به د دې د بنياد تيګه كېښودلې شي۔ده ووئيل د سندھ وزيراعلیٰ د دې منصوبې په اسمبلۍ كښې رسمي اعلان كړے دے

مزید خبریں