پېښور 01 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلیٰ محمد سهيل آفريدي سره د پېښور پرېس كلب پلاوي وليدل۔د پېښور وزيراعلیٰ هاؤس وياند له مخې پلاوي د خبريالانو ښېګړې لپاره په تاريخي اقدامات وزيراعلیٰ ته پيرزوئنې وړاندې كړې ۔وزيراعلیٰ د پېښور پرېس كلب د نوې ودانۍ زر تر زره د بنياد تيګې اېښودلو او د خبريالانو لپاره د جلا انډوومنټ فنډ جوړولو ته اصولي اتفاق وكړو۔ وزيراعلیٰ ووئيل آزاد، …
د خېبر پښتونخوا وزيراعلیٰ سره د پېښور پرېس كلب پلاوي وليدل

مزید خبریں
پېښور 01 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلیٰ محمد سهيل آفريدي سره د پېښور پرېس كلب پلاوي وليدل۔د پېښور وزيراعلیٰ هاؤس وياند له مخې پلاوي د خبريالانو ښېګړې لپاره په تاريخي اقدامات وزيراعلیٰ ته پيرزوئنې وړاندې كړې ۔وزيراعلیٰ د پېښور پرېس كلب د نوې ودانۍ زر تر زره د بنياد تيګې اېښودلو او د خبريالانو لپاره د جلا انډوومنټ فنډ جوړولو ته اصولي اتفاق وكړو۔ وزيراعلیٰ ووئيل آزاد، ذمه واره او د خپلواكه صحافت ودې او خبريالانو له محفوظ ماحول وركولو له عملي ګامونه پورته كوو۔ده ووئيل بجټ 27 ۔ 2026 كښې خبريالانو له د سود نه غير پور وركولو لپاره يو ارب روپۍ بيلي شوي۔ده ووئيل د ميډيا كالونيز جوړولو، فزيبلټي او ډيزائن لپاره 50 كروړه روپۍ اېښودلې شوي۔دغسې پېښور پرېس كلب نوې ودانۍ جوړولو لپاره 15 كروړه او د صوبې ضلعي پرېس كلبز بحالۍ لپاره 30 كروړه روپۍ بيلي شوي۔ دغسې انفارميشن سيكټر كښې جدت او پرمختګ لپاره 10 كروړه روپۍ اېښودلې شوي۔ده ووئېل د خېبرپښتونخوا جرنلسټس ويلفيئر انډوومنټ فنډ ماليت 20 كروړه څخه 50 كروړه روپو ته رسولے شوے۔ ده ووئېل ميډيا ادارو له د اشتهارات بقايا جات وركول د خبريالانو واجبات او د لږ نه لږ اجرت وركولو سره د تړلو سپارښتنه شوې ۔ وزيراعلي د خبريالانو لپاره د مطالعاتي دورو د اهتمام هم سپارښتنه وكړه۔په دې موقع د پېښور پرېس كلب جنرل سيكرټري وزيراعلیٰ له د پرېس كلب دورې او د نوي ودانۍ د بنياد تيګي اېښودلو بلنه هم وركړه۔








