کوئټه۔ 27 جون (اے پی پی) د لورالائی ډویژن موسیٰ خېل ضلعې كنګري تحصيل چاپ كلي سيمه او شاوخوا كښې د زلزلې سخت جړقونه محسوس كړې شول چې په نتيجه كښې يۍ ګڼ شمېر كورونو ته زيان ورسېد او 20 څخه زيات كسان ژوبل شول۔ کمشنر لورالائی ډویژن ولی اېم بړېچ وئيلي دي چې د زلزلې د لاسه 90 كورونه زيات زيانمن شوي دي كومو كښې چې ځينې بېخي ويجاړ …
موسیٰ خېل كښې د زلزلې د لاسه 90 څخه زيات كورونو ته زيان ورسېد ، کمشنر لورالائی ډویژن
کوئټه۔ 27 جون (اے پی پی) د لورالائی ډویژن موسیٰ خېل ضلعې كنګري تحصيل چاپ كلي سيمه او شاوخوا كښې د زلزلې سخت جړقونه محسوس كړې شول چې په نتيجه كښې يۍ ګڼ شمېر كورونو ته زيان ورسېد او 20 څخه زيات كسان ژوبل شول۔ کمشنر لورالائی ډویژن ولی اېم بړېچ وئيلي دي چې د زلزلې د لاسه 90 كورونه زيات زيانمن شوي دي كومو كښې چې ځينې بېخي ويجاړ شوي دي۔ ده ووئيل بېلو سيمو څخه د نورو زيانونو په اړه اطلاعات ترلاسه كيږي۔ د زلزلې د لاسه خلك ويرې واخستل او خپلو كورونو د او كار ځايونو څخه لارو ته راووتل۔ په ژوبل شوو كښې مېرمنې او كوچنيان شامل دي كم چې نزدې روغتونونو ته منتقل كړې شوي دي۔ د ضلعی انتظامیې، ریسکیو او مرستې ډلې ځپلې ځايونو ته رسېدلي او د مرستې كارروايۍ روانې دي۔ د انتظاميې وېنا ده چې د زلزلې د لاسه د شوي ځاني او مالي زيان تخمينه لګولو له سروے روانه ده۔ نور آفټر شكاس پام كښې نيولو سره وګړو ته د احتياط كولو هدايت شوے دے۔










