پېښور ۔ 26 جون (اے پی پی) په پېښور کښې د عاشورا ورځې په مناسبت د شبیه ذوالجناح 12 جلوسونو لپاره په ټول ښار کښې سخت امنیتي انتظامات شوي دي۔د عاشورا ورځې د لړۍ لومړے جلوس د سید علي شاه رضوي له امام بارګاه څخه پېل شو، چې له خپلو ټاکل شویو لارو تېرېدو سره په امام بارګاه آغا مصطفی شاه کښې پايې ته ورسېد۔ د جلوسونو امنيت لپاره پولیس، …
پېښور – د عاشورا ورځې په مناسبت د شبیه ذوالجناح 12 جلوسونه ،ښار کښې سخت امنیتي انتظامات

مزید خبریں
پېښور ۔ 26 جون (اے پی پی) په پېښور کښې د عاشورا ورځې په مناسبت د شبیه ذوالجناح 12 جلوسونو لپاره په ټول ښار کښې سخت امنیتي انتظامات شوي دي۔د عاشورا ورځې د لړۍ لومړے جلوس د سید علي شاه رضوي له امام بارګاه څخه پېل شو، چې له خپلو ټاکل شویو لارو تېرېدو سره په امام بارګاه آغا مصطفی شاه کښې پايې ته ورسېد۔ د جلوسونو امنيت لپاره پولیس، د بم شنډولو ډله، ریسکیو 1122 او د نورو اړوندو ادارو اهلكار تعينات كړې شوي دي۔ د ډرون کېمرو له لارې د جلوسونو څارنه هم روانه ده۔ د سختې ګرمۍ پام کښې نیولو سره، د جلوسونو په لارو کښې ماتم کوونکو لپاره د اوبو او شربت سبيلونه لګولې شوي دي۔ له بلې خوا د ریسکیو1122 ځانګړې ډلې په هر ډول بیړني حالت قابو موندلو له چمتو دي۔ د امنیتي پلان د یوې برخې په توګه پولیسو ښار ته د داخلېدو او وتلو لارو کښې پوستې جوړې کړې ديِ۔ دغسې د ښار په مختلفو برخو كښې موبائل فون سروس په جزوي توګه معطل كړے شوے دے۔











