پیښور ۔ 26 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سهېل آفريدي په بنو ضلع كښې د ډزو پېښې نوټس اغستو سره په سختو ټكو د دې غندنه كړې ده او آئی جی پولیس څخه يۍ تفصيلي رپورټ غوښتلے دے۔ د جمعې په ورځ دلته څخه په جاري شوي بيان كښې وزيراعلی ووئيل د بې ګناه وګړو شهادت د افسوس وړ دے او پېښه كښې ككړ عناصر به په …
د وزير اعلی سهېل آفریدی بنو كښې د ډزو پېښې نوټس واغست

مزید خبریں
پیښور ۔ 26 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سهېل آفريدي په بنو ضلع كښې د ډزو پېښې نوټس اغستو سره په سختو ټكو د دې غندنه كړې ده او آئی جی پولیس څخه يۍ تفصيلي رپورټ غوښتلے دے۔ د جمعې په ورځ دلته څخه په جاري شوي بيان كښې وزيراعلی ووئيل د بې ګناه وګړو شهادت د افسوس وړ دے او پېښه كښې ككړ عناصر به په هر صورت قانون سره مخ كولې شي۔ وزيراعلی ووئيل صوبائي حكومت په دې سخت و خت كښې ځپليو كورنيو سره يو برابر ولاړ دې او دوئي له به هر ډول معاوضه وركولې شي۔ وزیراعلیٰ زياته كړه چې امن ته د زيان رسوونكو عناصرو خلاف كارروايۍ به لا مؤثر كولې شي دغسې چې د دا ډول پېښو مخنيوې وكړې شي۔ وزیراعلیٰ په حق رسېدليو له د لوړو درجو او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا هم وكړه۔











