ګورنر فېصل كريم كنډي د بنو په مركه بيرا سيمه كښې چاؤدنې وغندلې

پېښور ۔ 20 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د بنو په مركه بېرا سيمه كښې چاؤدنې په سختو ټكو غندلې دي۔ د ګورنر پبلک ریلیشنز آفیسر لخوا د جاري شوي بيان له مخې ګورنر په چاؤدنو كښې د قيمتي ځانونو په زيان د افسوس څرګندونه كولو سره وئيلي چې بې ګناه وګړي په نښه كول يو بزدلانه او د غندنې وړ فعل دے ، …

پېښور ۔ 20 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د بنو په مركه بېرا سيمه كښې چاؤدنې په سختو ټكو غندلې دي۔ د ګورنر پبلک ریلیشنز آفیسر لخوا د جاري شوي بيان له مخې ګورنر په چاؤدنو كښې د قيمتي ځانونو په زيان د افسوس څرګندونه كولو سره وئيلي چې بې ګناه وګړي په نښه كول يو بزدلانه او د غندنې وړ فعل دے ، چاؤدنې د صوبې امن او امان خرابولو هڅه ده۔ ګورنر ځپليو كورنيو سره خواخوږي كولو سره هدايت وكړو چې ژوبل شوو ته دې غوره طبي آسانۍ وركړې شي۔ ده ووئيل په چاؤدنو كښې ككړ كسان به ډېر زر ونيولې شي۔ ده ووئيل د خېبر پښتونخوا اولس د ترهګرۍ خلاف ځانګړې قربانۍ وركړې دي۔ ده ووئيل امن په ځاې كولو له به ټول ممكنه اقدامات كولې شي۔