پېښور ۔ 19 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ سهېل آفریدی وئيلي دي د موجوده كال په مهال د محدود وسائلو باوجود زمونږ حكومت اولسي خذمت ٬شفافيت ٬ كفايت شعاري ٬ ګډ ګورننس او د پرمختيائي منصوبو په وخت ترسره كېدل باوري كړل۔ ددې وژن په تسلسل كښې دا ننے بجټ وړاندے كولے شي۔ د جمعې په ورځ صوبائي اسمبلۍ كښې د بجټ تقرير په مهال هغه ووئيل …
د راروان مالي كال بجټ د حكومت د اولس دوست وژن عكاسي كوي: وزيراعلی سهېل آفريدي
پېښور ۔ 19 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ سهېل آفریدی وئيلي دي د موجوده كال په مهال د محدود وسائلو باوجود زمونږ حكومت اولسي خذمت ٬شفافيت ٬ كفايت شعاري ٬ ګډ ګورننس او د پرمختيائي منصوبو په وخت ترسره كېدل باوري كړل۔ ددې وژن په تسلسل كښې دا ننے بجټ وړاندے كولے شي۔ د جمعې په ورځ صوبائي اسمبلۍ كښې د بجټ تقرير په مهال هغه ووئيل د نړيوالو معاشي او سياسي چېلنجونو باوجود دا بجټ د خېبر پښتونخوا اولس دوست وژن عكاسي كوي۔ كه پاك پروردګار ته منظور وي دا بجت به صوبه معاشي استحكام ٬ خود انحصارۍ او د حكمرانۍ غوره چلند پلو نور هم په غوره ډول مخ په وړاندې بوځي۔ ده ووئيل كال 2013 څخه د پاكستان تحريك انصاف مشرتابه په خېبر پښتونخوا كښې معاشي استحكام او تلپاتي پرمختګ پلو خپل تاريخ سفر روان ساتلے دے۔ ده ووئيل صوبائي حكومت د مالي كال 26-2025 اولنو 10 مياشتو كښې 102 اربه روپۍ د صوبائي محصولات په مد كښې جمع كړې۔ ده ووئيل قومي امكان دے چې صوبه به ټاكلے شوے د 129 ارب روپو هدف آسانۍ سره ترلاسه كړي۔ دغسې نان ټېکس ریونیو هم زياتېدو سره 32.293 اربه روپو ته رسېدلې ده۔ ده ووئيل د خزانې محكمې موجوده مالي كال كښې 7952 نوې آسامۍ تخليق كړې دي چې مالياتي لګښت يۍ 10.561 اربه روپۍ دے۔ ده ووئيل سکولونو كښې فرنيچر لپاره 7 اربه روپۍ جاري كړې شوې چې ورسره 23,076 سکولونو كښې د فرنيچر شتون باوري كړې شوې دې۔ په ضم شوو ضلعو كښې مو د ماډل سكولونو په جوړولو ، په کېډټ كالجونو او د خواندګۍ په پروګرامونو كار وكړو۔ 100 نوې پرائمري سكولونه مو جوړ كړل۔ د ضم شوو ضلعو 10,000 زده كوونكو ته مو 9,000 روپۍ في طالبعلم حساب سره وظيفه وركړه۔ وزير اعلی په دې موقع صوبه كښې د نورو هغه ګڼ شمېرو پروژو ذكر هم وكړو كولو لپاره چې صوبائي حكومت لوے رقم جاري كړو۔ ده ووئيل نن كله چې دا بنيادونه مضبوط شوي دي مونږ تعمير څخه وړاندې تللو سره اولسي سوكالۍ ته خپل پام ګرځولے دے۔










