کوئټه۔ 17 جون (اے پی پی) د بلوچستان د خزانې صوبائي وزير میر شعیب نوشیروانی وئيلي دي چې د نوي مالي كال بجټ ټېكس فري دے ٬ د ملازمينو د تنخاګانو او پنشن په مد كښې 7فیصده اضافه شوې ده٬ په نوې الېكټرك ګاډو ټېكس٬ د پبلك جائيداد بيمه سېلز ټېكس معاف ٬ په هوټلونو ټېكس ختم ٬ کېپټل ویلیو ټېکس او اسټام پېپر ډیوټی 1فیصد کم، د بې وزله …
د نوي مالي كال بجټ ټېكس فري دے ٬ د ملازمينو د تنخاګانو او پنشن په مد كښې 7فیصده اضافه شوې ده: د بلوچستان د خزانې وزير

مزید خبریں
کوئټه۔ 17 جون (اے پی پی) د بلوچستان د خزانې صوبائي وزير میر شعیب نوشیروانی وئيلي دي چې د نوي مالي كال بجټ ټېكس فري دے ٬ د ملازمينو د تنخاګانو او پنشن په مد كښې 7فیصده اضافه شوې ده٬ په نوې الېكټرك ګاډو ټېكس٬ د پبلك جائيداد بيمه سېلز ټېكس معاف ٬ په هوټلونو ټېكس ختم ٬ کېپټل ویلیو ټېکس او اسټام پېپر ډیوټی 1فیصد کم، د بې وزله كورنيو رهائش له لو كاسټ هاؤسنګ پراجېكټ لپاره 2 اربه روپۍ بېلې كړې شوي دي۔ د شورو په ورځ په بلوچستان اسمبلۍ كښې د نوي مالي كال 2026-27ء بجټ وړاندې كولو سره د خزانې وزير میر شعېب نوشیروانی ووئيل د نوي مالي كال 2026-27 بجټ كښې د بېل نوعيت مهم فلاحي ګامونه پورته كولې شي په كومو كښې چې ځينې مهم دا دي: د صوبائي ملازمينو په تنخا او پنشن كښې 7 فيصده اضافه شوې ده۔ په هره ضلع كښې ځوانانو لپاره د روزګار نوې موقعې پېدا كولو له يو بشپړه منصوبه بندي كولې شي۔ دا بجټ ټېكس فري بجټ دے۔ په نوې الېكټرك ګاډو 100 فيصد ټېكس معاف كولې شي۔ د پبلک جائیداد په بيمه سېلز ټېكس معاف كړے شوے دے۔ په تعليمي خذماتو سېلز ټېكس 0 فيصد كړے شوے دے۔ د هوټل ټېكس د 1965 قانون او په هوټلونو ټېكس ختم كړے شوے دے۔ د وزيراعلی د مائيكرو فنانس سكيم لاندې د 1 بلین روپو د سود نه پاكې قرضې به وركولې شي او د اولس خېر ښېګړې له اولسي انډومنټ فنډ لپاره 3 .1 بلین روپۍ بېلې كړې شوې دي۔ د بلوچستان ایجوکیشن سپورټ فنډ د لارې د مستحق زده كوونكو مرسته جاري ساتلو له 2.82 بلین روپۍ بېلې كړې شوي دي۔کوهِ سلیمان ډويژن جوړولو ۔ بلوچستان هېلتھ کارډ پروګرام له نورې 1.5بلین روپۍ زياتې كړې شوي دي۔ د 500 الېکټرک ویل چئرز اخستلو او وېشلو له 200 ملین روپۍ بېلې كړې شوي دي۔ مېرمنو ته به له سود نه پاكې قرضې وركولې شي۔ شهید بے نظیر بھټو سکالرشپ لپاره 54ملین روپۍ بېلې كړې شوي دي۔ د اولسي شكايتونو په وخت ازاې له به نظام جوړولې شي۔ راروان مالي كال 2026-27 كښې به د بلوچستان ځوانانو ته د روزګار موقعې وركولو له په مجموعي توګه 5000 نوې آسامۍ په سركاري محكمو كښې تخليق كولې شي









