د بلوچستان کابينې د نوي مالي كال 2026-27 مجوزه دستاويزات منظوري وركړه

  کوئټه 17 جون (اے پي پي) د بلوچستان وزير اعليٰ مير سرفراز بګټي په مشرۍ كښې د صوبائي کابينې مهمه غونډه وشوه چې پكښې د راروان مالي كال 2026-27 مجوزه بجټ تفصيلي جاج واخستلې شو۔په غونډه كښې صوبائي وزيرانو ،د بلوچستان  چيف سيکرټري،اړوندو محکمو انتظامي سيکرټريز او اعليٰ چارواكو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د مالي كال 2026-27 بجټ په دستاويزات تفصيلي غور نه پس صوبائي کابينې په متفقه توګه …

 

کوئټه 17 جون (اے پي پي) د بلوچستان وزير اعليٰ مير سرفراز بګټي په مشرۍ كښې د صوبائي کابينې مهمه غونډه وشوه چې پكښې د راروان مالي كال 2026-27 مجوزه بجټ تفصيلي جاج واخستلې شو۔په غونډه كښې صوبائي وزيرانو ،د بلوچستان  چيف سيکرټري،اړوندو محکمو انتظامي سيکرټريز او اعليٰ چارواكو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د مالي كال 2026-27 بجټ په دستاويزات تفصيلي غور نه پس صوبائي کابينې په متفقه توګه د بجټ منظوري وركړه۔ کابينې ته د بجټ په بيلو اړخونو، پرمختيائي ترجيحات، مالي نظم و ضبط، محصولات كښې زياتوالي او د اولسي ښېګړې منصوبو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔  کابينې ته ووئيل شول مالي كال 2026-27 لپاره د بلوچستان د بجټ مجموعي حجم 1089 اربه روپۍ تجويز کړې شوي۔ بجټ كښې غير ترقياتي خرڅونو لپاره 797 اربه روپۍ بيلي شوي دغسې مجموعي صوبائي پرمختيائي پروګرام (PSDP) لپاره 206 اربه روپۍ اېښودلې شوي۔پرمختيائي پروګرام ترمخه نوي پرمختيائي اسکيمونو لپاره 106 اربه روپۍ دغسې روانو پرمختيائي پروژو لپاره 100 اربه روپۍ بيلي كړې شوي او صوبه كښې روان پرمختيائي عمل به لا تندولې شي۔غونډي ته ووئيل شول د وفاقي فنډډ منصوبو (Federal Funded Projects) په لړ كښې 45 اربه روپۍ دغسې فارن پراجيکټ اسسټنس (FPA) په لړ كښې 40 اربه روپۍ هم ترلاسه شي، كومي به چې د صوبائي پرمختيائي پروګرام نه ځانله دي۔. دغسی د اضافي وسائلو په سوب بنيادي ډھانچی، تعليم، صحت، څښلو اوبو ، مواصلات، زراعت، توان او نورو مهمو څانګو په پرمختيائي منصوبو عملدرآمد به لا په ښه ډول ممکن شي۔ کابينې ته صوبائي آمدن زياتولو په اړه هم بريفنګ وركړې شو۔غونډي ته ووئيل شول مالي كال 2026-27 په مهال صوبائي محصولات كښې زياتوالې له صوبائي آمدن 170 اربه روپو ته د رسولو هدف مقرر کړې شوي۔ دې مقصد  لپاره د محصولات نظام كښې اصلاحات، مالياتي نظم و ضبط او د وسائلو مؤثر استعمال به باوري كولې شي۔

مزید خبریں