مردان ، په ګوردواره بريد ٬ سكھ سره د خپلې كورودانې مړ

  پېښور ۔ 17 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا په مردان ضلع كښې په ګوردواره د ډزو پېښه كښې يو سكھ سره د خپلې كورودانې مړ شوے دے۔ د مردان پوليس وياند د له مخې دا پېښه په بابو محله كښی رامخې ته شوه چرته چې نامعلومه وسله وال ګوردوارې ته ننوتل او ډزې يۍ پېل كړې۔ د ډزو په نتيجه كښې په ګوردواره كښې د صفايۍ په …

 

پېښور ۔ 17 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا په مردان ضلع كښې په ګوردواره د ډزو پېښه كښې يو سكھ سره د خپلې كورودانې مړ شوے دے۔ د مردان پوليس وياند د له مخې دا پېښه په بابو محله كښی رامخې ته شوه چرته چې نامعلومه وسله وال ګوردوارې ته ننوتل او ډزې يۍ پېل كړې۔ د ډزو په نتيجه كښې په ګوردواره كښې د صفايۍ په كار مامور ښځه خاوند په ځائې مړه شول او بريد كوونكي موقعې څخه وتښتېدل۔ پېښې څخه وروستو پوليس سيمه محاصره كړه او شواهد جمع كول يۍ پېل كړل۔ د پوليس له مخې تورن ډېر زر قانون سره مخامخ كولو له ټول ممكنه وسائل كارولې شي

مزید خبریں
په تیرو مياشتو كښې پاکستان په نړيواله كچه مهمي كاميابۍ ترلاسه كړي چې ورسره د هېواد وقار لا زيات شوې۔سينيټر کامل علي آغا اسلام آباد 17 جون (اے پي پي) سينيټر کامل علي آغا وئيلي دي په تیرو مياشتو كښې پاکستان په نړيواله كچه مهمي كاميابۍ ترلاسه كړي چې ورسره د هېواد وقار لا زيات شوې۔د شورو په ورځ په سېنېټ كښې په وفاقي بجټ 2026-27 بحث كښې ده د ايران او امريکې ترمينځه خبرو اترو كښې پيش رفت او امن لوظنامې لپاره د پاکستان کردار لويه سفارتي کاميابي ګرځولو سره د وزيراعظم محمد شهباز شريف، فيلډ مارشل سيد عاصم منير، نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار او داخله وزير محسن نقوي هلي ځلي وستائيلي۔ده ووئيل حکومت او رياستي ادارو په كډه هڅو د پاکستان نړيوال تشخص نور هم زيات کړو او د هېواد په اړه د يواځې والي تاثر ختم شوے۔ده د دفاعي بجټ زياتولو هركلې كولو سره ووئيل د هېواد د سلامتيا تقاضو ترمخه دا يو مهم اقدام دے دغسې پرمختيائي پروژو لپاره هم مناسب وسائل وركولو ته اړتيا ده چې د روزګار موقعې راپيدا شي او معاشي هلي ځلي وده ومومي۔