اسلام آباد 16جون(اے پی پی)د وزيراعظم شهباز شريف منظورۍ څخه د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان د دانش سكولز اتهارټي غړي نامزد كړې۔د وفاقي تعليم او پيشه وره تربيې وزارت رانا مشهود احمد خان د دانش سكولز اتهارټي كښې د شموليت نوټيفكيشن جاري كړې۔رانا مشهود احمد خان د دانش سكولز اتهارټي كښې د كوآپټډ غړي په توګه شامل كړی دې۔د نهې په ورځ د وزيراعظم يوتھ …
د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود د دانش سكولز اتهارټي غړې نامزد

مزید خبریں
اسلام آباد 16جون(اے پی پی)د وزيراعظم شهباز شريف منظورۍ څخه د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان د دانش سكولز اتهارټي غړي نامزد كړې۔د وفاقي تعليم او پيشه وره تربيې وزارت رانا مشهود احمد خان د دانش سكولز اتهارټي كښې د شموليت نوټيفكيشن جاري كړې۔رانا مشهود احمد خان د دانش سكولز اتهارټي كښې د كوآپټډ غړي په توګه شامل كړی دې۔د نهې په ورځ د وزيراعظم يوتھ پروګرام لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم لخوا په خپله نامزدګۍ رانا مشهود احمد خان مننه وكړه۔رانا مشهود احمد خان ووئيل چې د وزيراعظم اعتماد زما لپاره اعزاز او ذمه واري ده٬د دانش سكولز وژن لا موثر كولو لپاره به كردار ترسره كوم٬معياري تعليم او ځوانانو پرمختګ ودې لپاره به خپلې ذمه وارۍ په بشپړه انداز كښې ترسره كوم۔ده ووئيل چې دانش سكولز اتهارټي كښې شموليت ځوانانو او تعليم ته څانګو كښې مرستې ته لا وده وركړي٬د تعليم د لارې ځوانان خپلواكه جوړول د قومي پرمختګ بنياد دې٬مستحق او صلاحيت لرونكې زده كونكو ته ښه تعليمي موقعې وركول زمونږ شريكه ذمه واري ده









