اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي) د بے نظیر انکم سپورټ پروګرام چیئرپرسن سینیټر روبینه خالد سره د سمندر پورې پاکستانیانو پخواني وفاقي وزیر ساجد حسین طوري او د پاکستان پیپلز پارټۍ جد لېبر ونګ خېبر پښتونخوا صدر شاه ذوالقرنین د بي آئي اېس پي هیډکوارټرز كښې وليدل۔د بي آئي اېس پي وياند له مخې د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو ، د ګوند په …
د بی آئی اېس پی چیئرپرسن سینیټر روبینه خالد سره ساجد حسین طوري ، شاه ذوالقرنین وليدل،د خواري كښو په مسئلو د خيالاتو څرګندونه
اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي) د بے نظیر انکم سپورټ پروګرام چیئرپرسن سینیټر روبینه خالد سره د سمندر پورې پاکستانیانو پخواني وفاقي وزیر ساجد حسین طوري او د پاکستان پیپلز پارټۍ جد لېبر ونګ خېبر پښتونخوا صدر شاه ذوالقرنین د بي آئي اېس پي هیډکوارټرز كښې وليدل۔د بي آئي اېس پي وياند له مخې د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو ، د ګوند په تنظیمی هلو ځلو،د خواري كښو په مسئلو او د سماجی تحفظ په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په دې موقع سینیټر روبینه خالد ووئيل بے نظیر انکم سپورټ پروګرام مستحق او کم آمدن لرونكو كورنيو له سماجی تحفظ وركولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ پروګرام كښې سپېځلتيا، سهولت او د جدید ټیکنالوجی د لارې تر مستحقو ميرمنو رسنه نوره هم آسانه كيږي۔ملاقات كښې د خواري كښو او کم آمدن لرونكو لپاره د سماجي تحفظ اقدامات لا موثره كولو او د اولسي ښېګړې لپاره شريكه رابطه و مرستي روان ساتلو ته اتفاق راغلو۔دغسې پخواني وفاقي وزیر ساجد حسین طوري او د پیپلز پارټۍ لیبر ونګ خېبرپښتونخوا صدر شاه ذوالقرنین د بي آئي ایس پي اقدامات وستائي۔











