د امنيتي ځواكونو كوهاټ٬هنګو او  د افغانستان سره پيوست سرحدي سيمو كښې عمليات ٬ګڼ شمېر ترهه ګر ووژل شول۔د اطلاعات او خپرونو وزارت

  اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وزارت وئېلي دي  خېبرپښتونخوا كښې د اوسنو  ترهه ګرۍ ګڼو پېښو تر مخه  امنيتي ځواكونو په كوهاټ٬هنګو او ټل سيمو كښې منظم انټيلي جنس بيسډآپريشنز وكړل ٬  دغسې په دې بريدونو كښې د ككړو ترهه ګرو تنظيمونو په ژالو او پټن  ځايونو په ضد ټارګټډ فضائي كاروائي هم وكړې شوه ۔د اطلاعات او خپرونو وزارت د ګل په ورځ …

 

اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وزارت وئېلي دي  خېبرپښتونخوا كښې د اوسنو  ترهه ګرۍ ګڼو پېښو تر مخه  امنيتي ځواكونو په كوهاټ٬هنګو او ټل سيمو كښې منظم انټيلي جنس بيسډآپريشنز وكړل ٬  دغسې په دې بريدونو كښې د ككړو ترهه ګرو تنظيمونو په ژالو او پټن  ځايونو په ضد ټارګټډ فضائي كاروائي هم وكړې شوه ۔د اطلاعات او خپرونو وزارت د ګل په ورځ د سماجي رابطې په پليټ فارم”ايكس”خپل پوسټ كښې وئېل د 20 ستمبر 2026 په مهال امنيتي ځواكونو د خېبرپښتونخوا په كوهاټ او هنګو ضلعو كښې د ترهه ګرو يوې ډلې په ضد انټيلي جنس بيسډ ګراؤنډ آپريشن وكړو ۔د كاروائۍ په نتيجه كښې د هند پراكسي فتنته الخوارج سره تعلق لرونكې 9 خوارج ووژل شول او ګڼ شمېر ژوبل شول ۔د وزارت له مخې د باور وړ انټيلي جنس اطلاعات په بنياد د افغانستان سره پيوست سرحدي سيمو كښې د فتنته الخوارج او دغې سره د پيوستو  تنظيمونو ترهه ګر كيمپونه او اډې هم په نخښه كړې شوې ۔ايكس پوسټ له مخې درې اهداف تباه كړی شوي چې پكښې د ځانمرګو بمبارو تربيتي مركز هم شامل  ؤ ۔د كاروائي په مهال  د 28 ترهه ګرو پشمول ګن شمېر ځانمرګي بريد كوونكي هم ووژل شول او د هغوي مركزونه ٬ اډې ٬  وسله او  چاودېدوني توكي هم تباه كړے شول ۔د اطلاعات وزارت ووئېل پاكستان تل په منطقه كښې امن او استحكام  لپاره هڅې كړي خو د وګړو سلامتيا او تحفظ وړومبې ترجيح ده ۔وزارت ووئېل د افغانستان هغسې د ترهه ګرو مركز پاتې كېدل تشويش سبب دے۔ د اطلاعات وزارت له مخې د كاروائي په مهال  د زيات نه زيات احتياطي تدابير اختيار كړے شول او دا امر باوري كړے شو چې كوم هم ډول غېر نتعلقه ځاني او مالي زيان ونه شي۔وزارت ووئېل امنيتي ځواكونو او د قانون نافذ كوو نكو ادارو لخوا د “عزم استحكام”وژن له مخې د  ترهه ګرۍ مخ نيوي كمپائن٬غضب للحق” په ټول رفتار سره به روان وي دغسې چې د هېواد څخه د غېر ملكي سرپرستۍ او ملاتړ لرونكو ترهه ګرو خاتمه وكړے شي۔

مزید خبریں