اسلام آباد 16جون(اے پی پی)د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئېلي دي حكومت په صوماليه كښې 10 تښتولې شوو پاكستانيانو راخوشې كولو څخه غافله نه دے۔د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د عبدالقادر پټيل لخوا په معامله پورته كولو ده ايوان ته ووئيل چې كله په وړومبي ځل دا معامله په ايوان كښې پورته كړې شوه نو په هغه ورځ مو نائب وزيراعظم سره رابطه …
حكومت په صوماليه كښې د 10 تښتولې شوو پاكستانيانو راخوشې كولو څخه غافله نه دې۔د قانون وفاقي وزير

مزید خبریں
اسلام آباد 16جون(اے پی پی)د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئېلي دي حكومت په صوماليه كښې 10 تښتولې شوو پاكستانيانو راخوشې كولو څخه غافله نه دے۔د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د عبدالقادر پټيل لخوا په معامله پورته كولو ده ايوان ته ووئيل چې كله په وړومبي ځل دا معامله په ايوان كښې پورته كړې شوه نو په هغه ورځ مو نائب وزيراعظم سره رابطه وكړه۔نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د صوماليه خپل څنګ سره رابطه هم كړی وه۔ده ووئيل چې خارجه سېكرټري د صوماليې اړوندو چارواكو سره پرله پسې په رابطه كښې دے٬جبوتي كامشن هم دا معامله ګوري۔د قانون وزير ووئيل چې يرغمال زمونږ وګړي دي او حكومت د هغوي څخه غافل نه دې









