اسلام آباد 16 جون (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف وئيلي دي د خزاني وزير معاشي استحکام،پرمختګ او اولسي ښېګړې تر نظر ه ساتلو سره متوازن بجټ وړاندې كړې، د پاکستان ټولو سيمو مساوي پرمختګ لپاره به كوچني انتظامي يونټ جوړولې شي، صوبائي حکومت هزاره ته پام لرنه نه كوي هلته د زلزله ځپلي انفراسټرکچر تر اوسه بحال نه شو، صوبه كښې د صحت …
د خزاني وزير معاشي استحکام، پرمختګ او اولسي ښېګړي تر نظره ساتلو سره متوازن بجټ وړاندې كړې ۔ د مذهبي چارو وزير

مزید خبریں
اسلام آباد 16 جون (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف وئيلي دي د خزاني وزير معاشي استحکام،پرمختګ او اولسي ښېګړې تر نظر ه ساتلو سره متوازن بجټ وړاندې كړې، د پاکستان ټولو سيمو مساوي پرمختګ لپاره به كوچني انتظامي يونټ جوړولې شي، صوبائي حکومت هزاره ته پام لرنه نه كوي هلته د زلزله ځپلي انفراسټرکچر تر اوسه بحال نه شو، صوبه كښې د صحت او تعليم په شان بنيادي سهوليات نشته، وفاق څخه اين ايف سي ايوارډ ترلاسه كيدونكې فنډز كښې هزارې ته پام لرنه نه كيږي۔د نهي په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د راروان مالي كال 27 ۔ 2026 ء په بجټ بحث كښې ده ووئيل د امريکا او ايران ترمينځه ثالثۍ لپاره وزيراعظم شهباز شريف، فيلډ مارشل سيد عاصم منير، نائب وزيراعظم اسحاق ډار او داخله وزير محسن نقوي ته پيرزوئنې وړاندې كوو،د پاکستان کاميابی سفارت کارۍ په وجه نړۍ د لوئ تباهۍ څخه بچ شوي او د پاکستان وقار زیات شوې۔ده د حج 2026ء په کاميابۍ د سپيکر او غړو د ستائنی د مننه وكړھ ۔ ده ووئيل د حکومت ښه انتظامات په وجه سږ كال 4 ايوارډونه ترلاسه شوي۔ ده ووئيل د خزاني وزير محمد اورنګزيب د مبارکۍ مستحق دے چې هغه معاشي استحکام، پرمختګ او ښېګړې تر مخه يو متوازن بجټ وړاندې كړې۔









