اسلام آباد 16 جون(اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د اټك په سيمه كښې د فتنه الخوارج ترهه ګرو خلاف په 8 ډېرو كاميابو كاروائيو كاونټر ټېررازم ډيپارټمنټ (سي ټي ډي) پنجاب ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي ۔ وفاقي وزير خپل بيان كښې د آپرېشن په مهال د 5 خطرناكو ترهه ګرو په وژلو د سي ټي ډي پنجاب د پېشه وره صلاحيتونو او په …
د كورنيو چارو وفااقي وزير د اټك په سيمه كښې د فتنه الخوارج ترهه ګرو خلاف په 8 كاميابو كاروائيو كاونټر ټېررازم ډيپارټمنټ (سي ټي ډي) پنجاب ته پېرزوئنې وړاندې كړې

مزید خبریں
اسلام آباد 16 جون(اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د اټك په سيمه كښې د فتنه الخوارج ترهه ګرو خلاف په 8 ډېرو كاميابو كاروائيو كاونټر ټېررازم ډيپارټمنټ (سي ټي ډي) پنجاب ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي ۔ وفاقي وزير خپل بيان كښې د آپرېشن په مهال د 5 خطرناكو ترهه ګرو په وژلو د سي ټي ډي پنجاب د پېشه وره صلاحيتونو او په وخت د كاروائۍ كولو ستائنه وكړه ۔ داخله وزير ووئېل د سي ټي ډي پنجاب مېړنو زامنو په استخباراتي اګاھۍ د خوارجو ناپاكه عزائم خاورې كړل او هېواد يې د تباهۍ نه اوساتلو۔ محسن نقوي ووئېل د ترهه ګرۍ ناسور خاتمې لپاره زمونږ امنيتي ځواكونه د هر اول ډلې كردار ادا كوي او ګرد قام د سي ټي ډي په دې غازيانو او مېړنو ځوانانو وياړ لري څوك چې د خپلو ځانونو په قربانۍ د وګړو د ځان او مال ساتنه كوي ۔ ده د دې عزم پخلے وكړو چې د خوارجو په ضد به زيرو ټالرنس پالسيي برقرار وي او د هېواد څخه تر وروستي ترهه ګر تر خاتمې به جنګ روان وي










