د نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار په  مشرۍ كښې بين الوزارتي غونډه

  اسلام آباد 15جون(اے پی پی)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د ګل په ورځ د يو بين الوزارتي غونډې مشري وكړه چې پكښې د پاكستان مهمو شراكتدارو هېوادونو سره د دوه اړخيزه اقتصادي مرستې د پېشرفت جاج واخستلے شو ۔نائب وزيراعظم /خارجه وزير په دې خبره زور راوړو چې تجارتي او سرمايه كارۍ اړيكې قوي كول د پاكستان د خارجه پالېسۍ يو مهمه ستن ده۔ده د …

 

اسلام آباد 15جون(اے پی پی)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د ګل په ورځ د يو بين الوزارتي غونډې مشري وكړه چې پكښې د پاكستان مهمو شراكتدارو هېوادونو سره د دوه اړخيزه اقتصادي مرستې د پېشرفت جاج واخستلے شو ۔نائب وزيراعظم /خارجه وزير په دې خبره زور راوړو چې تجارتي او سرمايه كارۍ اړيكې قوي كول د پاكستان د خارجه پالېسۍ يو مهمه ستن ده۔ده د روانې سرمايه كارۍ تجاويز او په پروژو عملدرآمد كښې د تندۍ راوستلو په ضرورت زور راوړو او حكومتونو او كاروباري ادارو ترمينځه او د كاروباري ادارو شريك فريم ورك د لارې يې ترجيحي څانګو كښې د غېر ملكي سرمايه كارۍ لا لټولو هدايت وكړو ۔د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه٬خارجه سېكرټري سفيره آمنه بلوچ٬دفاع سېكرټري٬ايس آئي ايف سي سېكرټري او اړوند وزارتونو محكمو سينئر چارواكو ګډون وكړو ۔