د څلورو واړو صوبو يو برابر پرمختګ سره پاكستان سوكاله هېواد جوړېدے شي ، د ګرانۍ تناسب سره دې د لږ آمدن لرونكو وګړو تنخاګانې زياتې كړې شي: د قامي اسمبلۍ غړو په بجټ بحث كښې څرګندونې

  اسلام آباد۔15جون  (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ غړو وئيلي دي  د څلورو واړو صوبو يو برابر پرمختګ سره پاكستان سوكاله هېواد جوړېدے شي ، د ګرانۍ تناسب سره دې د لږ آمدن لرونكو وګړو تنخاګانې زياتې كړې شي٬ د خواري كښو لږ تر لږه تنخواه دې 60 زره روپۍ مقرر كړې شي ٬ لكه څنګه چې پاكستان په معركه حق كښې هند ته ماتې وركړې  اوس  د امريكې …

 

اسلام آباد۔15جون  (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ غړو وئيلي دي  د څلورو واړو صوبو يو برابر پرمختګ سره پاكستان سوكاله هېواد جوړېدے شي ، د ګرانۍ تناسب سره دې د لږ آمدن لرونكو وګړو تنخاګانې زياتې كړې شي٬ د خواري كښو لږ تر لږه تنخواه دې 60 زره روپۍ مقرر كړې شي ٬ لكه څنګه چې پاكستان په معركه حق كښې هند ته ماتې وركړې  اوس  د امريكې او ايران ترمينځه جنګ بندۍ كښې په كردار ترسره كولو يې په نړيواله كچه خپل مقام جوړ كړو  او داسې به پاكستان له په معاشي مېدان هم د پرمختګ سفر په ګډه كول وي۔ د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د روران مالي كال 2026-27ء په وفاقي بجټ بحث كښی د پي پي پي پي غړي رمېش لال د اقليتونو د عبادت خانو ٬ كميونټي هالونو او خېر ښېګړې اړوند انفراسټركچر لپاره د پرمختيائي فنډز په بېلولو حكومتي هڅې وستائېلې۔ د نېشنل پارټۍ غړي پولین بلوچ وفاقي بجټ خوشبينه ګرځولو سره د وزیراعظم شهباز شریف، د خزانې وزير اورنګزېب او د هېواد د سول ملټري مشرتابه ستائنه وكړه چې هغوي په دومره سختو حالاتو كښې يو غوره بجټ وړاندې كړو۔د  جے یو آئی (ف) غړې عاليه كامران د پورونو بار كمولو او د قامي آمدن زياتولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل پاكستان د يو زرعي هېواد  باوجود په پېداواريت زياتولو كښې ناكامه راغلے ۔دې ووئيل  د ګرانۍ تر مخه په تنخواه كښې 7 فيصد شوے زياتوالے لږ دے۔ د پاکستان مسلم لیګ (ن) لارښودې سائرہ افضل تارړ ووئيل وفاقي بجټ په سختو نړيوالو او ځائي حالاتو كښې جوړ كړے شوے متوازن او په عامه توګه ستائېلے كېدونكے بجټ دے۔هغې د پاكستان د پرمختګ ٬ يووالي او سوكالۍ له د خپل عزم پخلے وكړو او باور يۍ څرګند كړو چې اجتماعي هڅې به په پېښو چېلنجونو قابو موندلو كښې مرستيالې ثابتې شي۔ د پي پي پي غړي خورشيد احمد جونېجو د پاکستان سول او ملټری مشرتابه ته د قامي او سيمه ايزو سفارتي او امنيتي كاميابو كرېډټ وركړو۔