اسلام آباد 15 جون (اے پی پی) د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي د پاك فضائيې تربيتي الوتكې په پېښه د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره په پېښه كښې شهيد شويو فلائټ ليفټيننټ محمد قاسم عبدالله او ليفټيننټ طحه عباسي كورنيو سره د غمرازۍ او يو والي څرګندونه كړې۔د غمرازۍ په خپل بيان كښې ده ووئيل چې د شهيدانو عظيم قربانۍ به قوم تل ياد …
د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي د پاك فضائيې تربيتي الوتكې په پېښه د افسوس څرګندونه وكړه
اسلام آباد 15 جون (اے پی پی) د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي د پاك فضائيې تربيتي الوتكې په پېښه د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره په پېښه كښې شهيد شويو فلائټ ليفټيننټ محمد قاسم عبدالله او ليفټيننټ طحه عباسي كورنيو سره د غمرازۍ او يو والي څرګندونه كړې۔د غمرازۍ په خپل بيان كښې ده ووئيل چې د شهيدانو عظيم قربانۍ به قوم تل ياد ساتي او د پاك فضائيه بهادر ځوانان د ټول قوم وياړ دے۔ده ووئيل چې د غم په دې سخت وخت كښې ټول قوم د شهيدانو كورنۍ سره ولاړ دے۔وفاقي وزير د شهيدانو لوړو درجو او غم جنو كورنيو لپاره د زغم دعا وكړه










