اسلام آباد 15جون(اے پی پی)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئېلي دي د پاكستان معيشت د بحالۍ پړاؤ ته داخل شوے دے٬ د راروان مالي كال وفاقي بجټ به په ښكاره توګه معاشي سمت وټاكي۔د ګل په ورځ بلوم برګ ته مركه كښې د خزانې وفاقي وزير ووئېل د پاكستان معيشت د بحالۍ پړاؤ ته داخل شوے ٬معاشي نمو كښې به تندي او ګرانۍ كښې به …
د پاكستان معيشت د بحالۍ پړاؤ ته داخل شوے ۔د خزانې وفاقي وزير محمد اونګزيب بلوم برګ سره مركه
اسلام آباد 15جون(اے پی پی)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئېلي دي د پاكستان معيشت د بحالۍ پړاؤ ته داخل شوے دے٬ د راروان مالي كال وفاقي بجټ به په ښكاره توګه معاشي سمت وټاكي۔د ګل په ورځ بلوم برګ ته مركه كښې د خزانې وفاقي وزير ووئېل د پاكستان معيشت د بحالۍ پړاؤ ته داخل شوے ٬معاشي نمو كښې به تندي او ګرانۍ كښې به كمې راځي۔ده ووئيل د مالياتي څانګې په اړه د پاكستان صورتحال د ډاډ وړ دے۔مالياتي خساره د تاريخ لږې كچې ته راغلې ده او مونږ بنيادي سرپلس ترلاسه كولو كښې كامياب شوې يو۔د خزانې وزير ووئېل د زرمبادله پنګو په اعتبار سره پاكستان سره لږ تر لږه د درېو مياشتو د درآمدات مساوي پنګې موجود دي٬مونږ له به په برآمدات اډانه معاشي نمو پلو وړاندې تلل وي۔ده ووئيل د راروان مالي كال وفاقي بجټ كښې مونږ په ښكاره توګه خپل سمت ټاكلے دے چې اوس مونږ د معاشي استحكام پړاو څخه په وتلو به تل پاتې او پراخه كېدونكې اقتصادي پرمختګ پلو پيش قدمي كوو











