اسلام آباد 15جون(اے پی پی)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب د امريكې او ايران ترمينځه امن لوظ نامه د پاكستان لپاره د وياړ وړ ګړځولو سره دا نړيوال معيشت لپاره يو مهم پېشرفت ګرځولو سره ووئېل امن لوظ نامه په منطقه كښې امن او استحكام زياتولو لپاره د شوو سفارتي هڅو كاميابي ده۔د ګل په ورځ پاكستان سټاك ايكسچېنج كښې د سروس لانګ مارچ ټائرز لميټډ …
امن لوظ نامه د پاكستان لپاره د وياړ وړ ده او نړيوال معيشت لپاره مهم پېشرفت دے٬د كيپټل ماركيټ استحكام او نړيوالې اقتصادي شراكتدارې زياتولو لپاره عزم لرو۔د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب دستورې ته وينا
اسلام آباد 15جون(اے پی پی)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب د امريكې او ايران ترمينځه امن لوظ نامه د پاكستان لپاره د وياړ وړ ګړځولو سره دا نړيوال معيشت لپاره يو مهم پېشرفت ګرځولو سره ووئېل امن لوظ نامه په منطقه كښې امن او استحكام زياتولو لپاره د شوو سفارتي هڅو كاميابي ده۔د ګل په ورځ پاكستان سټاك ايكسچېنج كښې د سروس لانګ مارچ ټائرز لميټډ لسټنګ په موقع راجوړ كړې ورچوئل غونډې ته د خزانې وزير ووئيل د وزيراعظم محمد شهباز شريف او فيلډ مارشل سيد عاصم منير په اعتماد سره مصالحتي عمل كښې پرله پسې د زړه نه ستړې كړي او د دې عمل تر كامياب انجام رسولو كښې يې مهم كردار ادا كړے ۔د خزانې وزير ووئيل د خبرو اترو ودې او تاؤ تريخوالي كښې د كمې هڅو په ملاتړ ك د پاكستان كردار په منطقه كښې د امن راوستو لپاره يو تعميري او د ذمه وار شراكتدار په حېث لا قوي شوے دے۔دا پېشرفت د سفارتكارۍ٬مثبت روابطو او د شخړو امناكه حل لپاره د پاكستان د عزم عكاس دے۔د وزيراعظم لخوا روانه اونۍ مفاهمتي يادښت(ايم او يو)لاس ليك كولو اعلان په اړه د خزانې وزير ووئيل دا پېشرفت به د پاكستان په معيشت او پراخه سيمه ايز استحكام مثبت اثرات مرتب كړي۔ده ووئيل د تېرو دريو مياشتو په مهال پاكستان د دغې شخړې د سمدستي معاشي اثرات په موثر ډول مقابله كړی او دا خبره د باور ده چې دا لوظ نامه به ممكنه ثانوي او د ثالثۍ معاشي اثرات په اړه رامخې ته تشويش كښې هم كمے راولي۔د خزانې وزير ووئيل د توان په بنيادي ډهانچه كښې پیدا شوي خنډان به په بشپړه توګه معمول ته راتللو كښې لږ وخت لګي خو لوظ نامې د معاشي هلو ځلو امكانات ښه كړي او راتلونكې مالي كال لپاره د ډاډ وړ معاشي موقعې يې راپېدا كړي۔د خزانې وزير د پاكستان سټاك ايكسچېنج انتظاميې او بورډ ته په ښه كاركردګۍ مباركي او د سرمايه كارو٬په خاص توګه د ځوانانو سرمايه كارو زيات شوے ګډون وستائېلو كوم چې په لويه شمېره د ماركيټ مخه كوي۔ده ووئيل سروس لانګ مارچ ټائرز لميټډ لسټنګ پاكستان مالياتي منډيانو لپاره يو مهم سنګ ميل دے۔د خزانې وزير د كوويډ په مهال د دې پروژې موثر نفاذ ستائېلو سره د چين د مهارت كردار او پاكستان كښې د سرمايه كارو پرله پسې باور ته هم پيرزوئنې وړاندې كړې۔د خزانې وفاقي وزير ووئېل پاكستان تل پاتې معاشي پرمختګ او د خوشحالۍ اهداف سر كولو لپاره سرمايه كارۍ لپاره سازګار ماحول وركولو ٬د كيپټل ماركيټس استحكام او نړيوالو اقتصادي شراكتداريو ته د ودې وركولو عزم لري











