اسلام آباد۔15جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي د امريكا او ايران ترمينځه امن لوظنامه وشوه ، دواړو ډلو د لبنان په شمول په ټولو محاذونو فوځي كارروايۍ فوري او په دائمي توګه د ختمولو اعلان كړې دې ، په امن لوظنامه د لاس ليك باضابطه دستوره به په 19 جون سوئټزرلېنډ كښې كيپږي۔ د ګل په ورځ په اېكس خپل بيان كښې وزيراعظم ووئيل د اوږدو او …
د امريكا او ايران ترمينځه امن لوظنامه، د لاسليك باضابطه دستوره په 19 جون سوئټزر لېنډ كښې كيږي: وزیراعظم شهباز شریف

مزید خبریں
اسلام آباد۔15جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي د امريكا او ايران ترمينځه امن لوظنامه وشوه ، دواړو ډلو د لبنان په شمول په ټولو محاذونو فوځي كارروايۍ فوري او په دائمي توګه د ختمولو اعلان كړې دې ، په امن لوظنامه د لاس ليك باضابطه دستوره به په 19 جون سوئټزرلېنډ كښې كيپږي۔ د ګل په ورځ په اېكس خپل بيان كښې وزيراعظم ووئيل د اوږدو او نتيجه وركوونكو مذاكراتو څخه وروستو مونږ په دې اعلان كولو خوشحالي محسوسوو چې د امريكا او ايران ترمينځه امن لوظنامه وشوه ، دواړو اړخونو د لبنان په شمول په ټولو محاذونو د فوځي كارروائيو فوري او په دائمي توګھ ختمول اعلان كړې دي۔ په امن لوظنامه د لاس ليك باضابطه دستوره به په 19 جون سوئټزر لېنډ كښې كيږي۔وزیراعظم مونږ د شخړې سفارتي حل لپاره د امريكا او ايران عزم ستائنه كوو او د هغوي مننه كوو۔ مونږ د ثالثۍ په دې عمل كښې په مرسته كولو د قطر د مشرتابه هم د زړه له كومي مننه كوم۔ ده ووئيل په دې لړ كښې د قدر وړ خذمات او كردار په ترسره كولو د سعودي عربستان او تركه مشرتابه هم مننه كوو۔ وزیراعظم ووئيل لوظنامې څخه وروستو به ثالث د روانې اونۍ په مهال يو شمېر ملاقاتونه كوي ۔ د دې ابتدائي مذاكراتو دل ارې د تكنيكې كچې خبرې اترې او په لوظنامه باضابطه لاس ليكونو دستورې لپاره به بنياد برابر كړي









