د صوبائي خودمختارۍ تحفظ او د  معیشت ښه والے د  حکومت مهمې کامیابي دي ،  مهیش کمار ملهانی

  اسلام آباد۔14جون  (اے پي پي )د پاکستان پیپلز پارټي د قامي اسمبلۍ غړي  ډاکټر مهیش کمار ملهاني  د هېواد  معیشت ښه كول ، د صوبائي خودمختارۍ تحفظ اود وطن  دفاعِ  لپاره د وفاقي  حکومت ، پیپلز پارټي او د پاک  پوځ   کردار  ته پېرزوئنې وړاندې كړي دي ۔ د اتوار  په ورځ  قامي اسمبلۍ  كښې په  بجټ  بحث كښې ایم این اے ډاکټر مهیش کمار ملهاني  د بجټ د …

 

اسلام آباد۔14جون  (اے پي پي )د پاکستان پیپلز پارټي د قامي اسمبلۍ غړي  ډاکټر مهیش کمار ملهاني  د هېواد  معیشت ښه كول ، د صوبائي خودمختارۍ تحفظ اود وطن  دفاعِ  لپاره د وفاقي  حکومت ، پیپلز پارټي او د پاک  پوځ   کردار  ته پېرزوئنې وړاندې كړي دي ۔ د اتوار  په ورځ  قامي اسمبلۍ  كښې په  بجټ  بحث كښې ایم این اے ډاکټر مهیش کمار ملهاني  د بجټ د مثبت  برخو  ذکر کولو سره ووئېل د  سپر ټیکس خاتمه  او په څه  ټیکسونو كښې  کمے ښه  اقدامات دي  خو  ده په  حکومت زور  راوړو چې په  موجودہ مشکل بجټ كښې  تنخواہ دارې طبقې ته ریلیف وركولو لپاره په تنخواګانو  كښې دې لا زياتوالے وكړے شي  او د  ټیکسونو  بار دې کم کړے شي ۔ ده ووئېل  څلور واړو صوبو د  زړه پراختيا څرګندونې كولو د خپل ترقیاتي بجټ برخه وفاق ته د بجټ لپاره   نزدې 1200  نه تر 1300 ارب روپو مرسته كړې ده  د كومې له امله چې د این ایف سي  ایوارډ چھېړلو نه  غیر د صوبائی خودمختارۍ تحفظ ممکن شو  ، پخپله د خزانې وزير  هم د دې اعتراف کړے دے ۔ ده  خیبر پښتونخوا او  بلوچستان كښې د امن و امان لپاره د  پاک پوځ  قربانۍ هم وستائېلې۔