اسلام آباد، 14 جون(اے پي پي)د وفاقي تعلیم و پیشه وره تربیي وفاقی سیکرټري په بصیرت لرونكې مشرتابه او د همكاره ادارو د شريكو هڅو په نتیجه كښې ’’کوم ماشوم زروستو پاتي نشي ‘‘كمپائن تر مخه اسلام آباد كښې د 4,000 نه زياتو سكول ته نه تلونكو (Out-of-School Children) ته په شخصي تعلیمي ادارو كښې د کارپوریټ سماجي ذمه وارۍ (CSR) تر مخه به داخلې وركولې شي ۔د دې …
اسلام آباد كښې د شخصي اسکول په وړومبي پراؤ كښې به د سماجي ذمه وارۍ تر مخه د 4,000 نه زياتو اسکولونو ته نه تلونكو ماشومانو ته داخلې وركولې شي ۔’’کوم ماشوم دې وروستو پاتي نه شي ‘ كمپائن كښې ښكاره پیشرفت راغلے

مزید خبریں
اسلام آباد، 14 جون(اے پي پي)د وفاقي تعلیم و پیشه وره تربیي وفاقی سیکرټري په بصیرت لرونكې مشرتابه او د همكاره ادارو د شريكو هڅو په نتیجه كښې ’’کوم ماشوم زروستو پاتي نشي ‘‘كمپائن تر مخه اسلام آباد كښې د 4,000 نه زياتو سكول ته نه تلونكو (Out-of-School Children) ته په شخصي تعلیمي ادارو كښې د کارپوریټ سماجي ذمه وارۍ (CSR) تر مخه به داخلې وركولې شي ۔د دې مهم پیشرفت جاج ا د پیرا (PEIRA) هیډکوارټرز كښې په تابيا شوې يوه غونډه كښې واغستلے شو د كومې مشري چې چیئرمین پیرا ډاکټر غلام علی ملّاح كوله ۔ غونډه كښې ډائریکټر جنرل نیشنل کمیشن فار هیومن ډویلپمنټ (NCHD) ښاغلي علی اصغر، د جائیکا (JICA) استازي بلال عزیز اورد پیرا سینئر چارواكو ګدون وكړو ۔د غونډې ګدون كوونكو د تعليم وفاقي سیکرټري د کلیدي کردار ستائنې سره ووئېل د هېواد هر ماشوم د تعلیم په دائره كښې اودرولو لپاره قامي مشن كښې د دوي قیادت، لارښونه او د ادارو تر مينځه مؤثره هم غږي ډېره مهمه ثابت شوې ده ۔ د دوي پرله پسې سرپرستۍ له امله داخله كمپئن كښې تندي راغلې او مختلف ادارې د قامي تعلیمي تګلاره كښې په زړه پورې کردار ادا کوي ۔ډي جي این سي ایچ ډي غونډه خبر كړه چې د اسلام آباد كليوالو یونین کونسلو كښې نزدې 80,000 كورونويو باندې مشتمل جامع سروے په مهال د 5 نه تر 16 كالو عمر 24,000 نه زيات ماشومان په ګوته شوي كوم چې د اسکول نه بهر وو ۔ دا ماشومان په نزدې تعلیمي ادارو كښې داخلې لپاره فیډرل ډائریکټوریټ آف ایجوکیشن (FDE) او پي اي آئي آر اے ته سبرلې شوي دي ۔پیرا د 100 نه زيات شخصي اسکولونه په دې كمپائن كښې شامل کړي ، څوك به چې د ستائنې وړ جذبې تر مخه د 4,000 نه زياتو مشاومانو ته وړيا داخله وركوي ۔ چیئرمین پیرا ډاکټر غلام علی ملّاح نجي تعلیمی ادارو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل هغوي دا اقدام د ضابطه جاتی ذمه وارۍ په ځائے د يو قامي مشن په حېث خپل كړے دے ، كوم چې د سماجي ذمه وارۍ او د تعلیمي مساوات ودې لپاره د هغوي د عزم مظهر دے ۔چیئرمین پیرا په دې قامي كمپائن كښې د شريكو ادارو بشمول د NCHD، BECS، NEF، FDE، PIE، JICA او مختلف نړيوالو غیر سرکاري تنظیمونو (INGOs) د خدمات هم ستائنه وكړه چا چې د تعليم وزارتِ هلو ځلو ته تقويت وركړے دے ۔ده د پیرا ډلو ته امر وكړو چې د داخله په عمل كښې سهولت وركړي، د طلبه حاضري او برقرار پاتي كېدو څارنه وكړي او اسکولونو ته هر ممکن معاونت وركړي ٬ دغسې چې نوو داخلو شو ماشومانو د تعلیم سلسله روانه پاتي شي۔ غونډه كښې په دې هم اتفاق وكړے شو چې داخل شو ماشومانو ته وړيا درسي کتابونه ، اسټیشنريي او نور تعلیمي مواد وركړئ ۔







