اسلام آباد۔14جون (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ وئېلي دي حكومت معيشت استحكام پلو روانولو سره اولس ته په ريليف اډنه بجټ وړاندې كړے دے٬تنخواه دارې طبقې٬خواري كښو٬كروندكرو٬ايكسپورټرز٬ميرمنو او د متوسط طبقې پشمول د هرې څانګې لپاره مالي ګنجائش پیدا كړے شوے ٬ګراني سنګل ډيجيټ ته راغلې ده٬پاليسي ريټ 22 فيصد څخه 11 فيصد ته راغلے ٬د زرمبادلې پنګې 17.2 اربه ډالرو او ترسيلات …
حكومت په ريليف اډانه بجټ وړاندې كړے ٬ګراني سنګل ډيجيټ ته راغلې ده٬پاليسي ريټ 11 فيصد٬ د زرمبادله پنګې 17.2 ارب ډالره ٬ترسيلات زر د 33.9 ارب ډالرو كچې ته رسېدلي٬هېواد د پرمختګ او خوشحالۍ منزل پلو روان دے۔عطاﺀ الله تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد۔14جون (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ وئېلي دي حكومت معيشت استحكام پلو روانولو سره اولس ته په ريليف اډنه بجټ وړاندې كړے دے٬تنخواه دارې طبقې٬خواري كښو٬كروندكرو٬ايكسپورټرز٬ميرمنو او د متوسط طبقې پشمول د هرې څانګې لپاره مالي ګنجائش پیدا كړے شوے ٬ګراني سنګل ډيجيټ ته راغلې ده٬پاليسي ريټ 22 فيصد څخه 11 فيصد ته راغلے ٬د زرمبادلې پنګې 17.2 اربه ډالرو او ترسيلات زر د 33.9 اربه ډالرو كچې ته رسېدلې دې٬ د آئي ټي برآمدات تر 3.8 ارب ډالرو رسېدلې چې پكښې د فري لانسرز 995 ملين ډالر برخه هم شامله ده٬ايف بي آر اصلاحات٬فيس ليس اپريزل نظام٬ټيكس نيټ كښې پراختيا٬هاؤسنګ سيكټر٬ايكسپورټ ليډ ګروتھ او سماجي څانګو كښې سرمايه كارۍ او د ميرمنو لپاره د “پنك ټيكس”خاتمې پشان اقدامات د حكومت اولس دوسته وژن عكاسي كوي٬په تېر وخت كښې د هېواد په ډيفالټ كېدو شرطونه لګېدل٬محمد شهباز شريف د رياست بقاﺀ لپاره د خپل سياست قرباني كړے٬تاريخ به دا ګام ياد ساتي كله چې وزيراعظم محمد شهباز شريف نعره اووهله چې زه به رياست بچ كوم٬زه د سياست هېڅ پرواه نه لرم٬مسلم ليګ(ن)په سختو معاشي حالاتو كښې اقتدار سنبهال كړے ؤ ٬زمونږ په دور كښې په نړيواله كچه د پاكستان ډاډګيرنه شوې٬ټولې نړۍ د وزيراعظم محمد شهباز شريف او فيلډ مارشل سيد عاصم منير امن لپاره هڅې ستائېلي دي او پاكستان د معاشي استحكام نه پس پرمختګ او خوشحالۍ نوې منزل پلو روان دے۔د اتوار په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د راروان مالي كال بجټ 27-2026 په بحث كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئېل چې كله مونږ په اپوزيشن كښې وو نو مونږ بيا هم د ميثاق معيشت او ميثاق جمهوريت خبره كړی وه او نن په حكومت كښې د پاتې كېدو باوجود هم دا دريځ په برقرار ساتلے شوے۔ده ووئيل دا ايوان د جمهوري روايات امين دے او تل يې دې روايات ته وده وركړی ده۔ده ووئيل پرون د مخالفې ډلې وېناګانو په مهال ماحول د پام وړ ؤ ٬احتجاج د اپوزېشن جمهوري حق دے او په هر دور كښې اپوزېشن خپل كردار ادا كوي٬ ده ووئېل ټول وخت يو شان نه وي٬چوكۍ بدليږي رابدليږي خو اصل فرق د روپۍ او نيت وي۔وفاقي وزير ووئيل د راروان مالي كال بجټ نه يوازې د هېواد كښې بلكې په نړيواله كچه هم ډاډګيرنه كيږي٬معاشي تجزيه كار په دې بجټ مثبت خبره كوي٬د ځينو اپوزېشن غړو لخوا هم مثبت تجاويز رامخې ته شوي دي كوم چې ستائېل پكار دي۔ده ووئيل تنقيد كول د اپوزېشن حق دے خو د مثبت اقدامات ستائنه ضرور پكار ده۔داطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ ووئيل تېر وخت كښې د يو سياسي ګوند مشر بيانونه په ريكارډ موجود دي چې هېواد ډيفالټ كېدو پلر روان دے او پاكستان كښې هېڅ سرمايه كاري ونه كړي٬هغوي د هېواد ډيفالټ كېدو له شرطونه لګول خو لويې څښتن ته څه نور څه منظور وو او د هېواد معيشت ته څوك لاس لګولو له چمتو نه وو ٬په داسې وخت كښې شهباز شريف همت٬حوصله وكړه او د رياست بقاﺀ لپاره يې خپل سياست قربان كړو۔ ده ووئېل وزيراعظم محمد شهباز شريف دا نعره لګولې وه چې زه به رياست بچ كوم زه د سياست هېڅ پروا نه لرم٬دا هغه وخت ؤ كله چې د پيرس دننه يو ميټنګ وشو او آئي ايم ايف سره معلامات ترسره شول ٬كه چرې شهباز شريف دا ايفټ نه كوو٬آئي ايم ايف پروګرام ته نه تللو نو نن به دا خوشحالي ممكن نه وه ۔ ده ووئېل د تېر وخت په مقابل كښې نن معاشي اشاريې ښكاره ښكاري٬هغه مهال د ډالر شرح تبادله غېر مستحكم وه٬كاروباري طبقې د ستونزو ښكار وې ٬ايل سيز نه پرانستلے كېدل او برآمدي هلې ځلې متاثر وې٬ګراني 38 فيصد او سود شرح 22 فيصد نه زيات وه۔د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل شهباز شريف چې كله په اپوزېشن كښې ؤ نو هغه په دې ايوان كښې د ميثاق معيشت خبره كړې وه٬ كاش كه هغه مهال تاسو د ميثاق معيشت خبره منلې وه ۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل زمونږ يادداشت ډېر مختصر دي٬مونږ د نن خبره كوو خو د تېر وخت كومه خبره نه كوو٬دا يادول غواړم چې دې خلقو آئي ايم ايف ته خط ليكلے ؤ ٬دا يې غوښتل چې هېواد ډيفالټ شي۔ده ووئيل كه چا د معيشت لپاره ښه كار كړے نو مونږ د هغوي ستائنه كوو خوا دا سمه نه ده چې مونږ د خپل سياست په خاطر د پاكستان په ضد سازشونه وكړو۔وفاقي وزير ووئيل موجوده معاشي استحكام د ټيم ورك نتيجه ده ٬ په دې كښې د ادارو محنت شامل دے٬په دې كښې د فيلډ مارشل سيد عاصم منير او د هغه ډلې هم بشپړه برخه لرې۔وفاقي وزير ووئيل د ميكرو اكنامك استحكام شمېرې رد كولې نه شوو ٬جي ډي پي ګروتھ دا مهال 0.2 فيصد و اوس 3.7 فيصد ته رسېدلے دے٬د سړي سر آمدن 1751 ډالر نه 1901 ډالر ته رسېدلے ۔عطاﺀ الله تارړ ووئېل كه چرې حكومت معاشي استحكام ته وده نه وه وركړې نو ګراني به د 38 فيصد نه سنګل ډيجيټ ته نه راتله٬دغسې د سود شرح د 22 فيصد نه به 11 فيصد ته نه راتلله٬ده ووئيل د زرمبادله پانګې تر 17.2 ارب ډالرو ته رسېدلې دې او ترسيلات زر 33.9 ارب ډالر ته رسېدلې چې پكښې كال په كال 9 فيصد اضافه شوې ده۔ده ووئيل د آئي ټي برآدات تر 3.8 ارب ډالر ته رسېدلې چې پكښې د فري لانسرز 995 ملين ډالر برخه هم شامله ده٬مالي خساره كومه چې په كال 2022 كښې 8 فيصد وه٬اوس 0.7 فيصد ته راغلې ده۔وفاقي وزير ووئيل په مجموعي توګه ميكرو اكنامك استحكام ترلاسه شوے او نړۍ هم دا مني۔ده ووئيل د ايف بي آر اصلاحات د وزيراعظم شهباز شريف د هوم ګرون ايجنډې مهمه برخه ده چې پكښې سټركچرل ريفارمز شامل دي۔ده ووئيل په دې ايوان كښې ټول چېلنج كوو چې د كوم يو هم كسټمز يا انكم ټيكس افسر لپاره سفارش شوے وي ٬د تېر وخت برعكس اوس سفارش كلتور ختم شوے دے۔ده ووئيل ميريټ باوري كولو لپاره سپيځلې د رپورټنګ او د ټرانسفر پوسټنګ نظام نافذ كړے شوے ۔ده ووئيل په تير وخت كښې د ټيكس مقدمو په نظام كښې كيسز ځنډېدل ٬اسټے آرډرز د لارې د ريونيو مخ نيوې كېدو خو موجوده حكومت دې نظام كښې د اصلاحات د لارې سپيځلتيا ته وده وركړې۔وزيراعظم محمد شهباز شريف په ميرټ ټربيونل جوړ كړے۔وفاقي وزير ووئيل ښه خراب خلق په هر ځاے كښې وي٬اوس ټربيونل جوړ كړے شوے د كوم چيئرمن چې په ميرټ تعينات شوے ٬وكيلان په ميرټ اخستلې شوي او په اربونو روپۍ ريكوري كړې شوي ۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل شوګر٬ټوبيكو٬سيمنټ بيوريجز پشان څو انډسټرۍ داسې دي چې څه يې خوښه وي ګټه كوي خو د هغوي نه چا تپوس نه كولو٬يوازې د شوګر انډسټري څخه 60 اربه روپۍ ريكور شوي ۔د وزيراعظم شهباز شريف په خاص هڅو انډسټريز كښې ټېكنالوجي بيس مانيټرنګ سسټم لګولے شوے ٬مانيټرنګ موثر شوے٬ايمانداره خلك لګولې شوي٬تېر كال د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ ګښې ټولې فنانس ډلې مكمل محنت كړے٬د خزانې وزير٬د ايف بي آر چيئرمېن او د هغه ډلې په دې كښې متحرك پاتې شوي ٬د انفورسمنټ په مد كښې 800 ارب روپۍ جمع كړې شوي د كومز څخه چې نور مالي ګنجائش پېدا شوے۔د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم وزير مملكت بلال اظهر كياني ته د ريټيلرز په اړه خاص ټاسك وركړے دے ځكه چې 36 لكه ريټيلرز ټيكس نيټ څخه بهر وو ٬ د هغوي خپل درخواستونه هم وو چې هغوي په څه نه څه صورت په سپيځلې طرقې د لارې د لارې ټيكس نيټ كښې شامل كړی شي۔ده ووئيل هغوي ريټيلرز ټيكس نيټ كښې شاملولې شي او دوي لپاره منصفانه ټيكس نظام معارفي كړی شوے ٬ريليټرز به مقرره ټيكس ادا كړي او هغوي ته به د دغې باقاعده سرټيفيكيټ جاري كړې شي كوم به چې په دكانونو ولګوي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل د ايف بي آر اصلاحات په نتيجه كښې د ادارې په سپيحلتيا كښې اضافه شوې٬ښه افسران تعينات شوي او ډيجيټلائزېشن عمل ته وده ترلاسه شوې۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير واضحه كړه چې حكومت تنخواه دارې طبقې ته ښكاره ريليف وركړے دے چې له مخې يې تر 50 زره روپو د مياشتې آمدن لرونكو باندې كوم هم ټيكس نه دے لګولے شوے او د 50 نه تر 1 لكه روپو آمدن لرونكو باندې يوازې يو فيصد ټيكس لګولے شوے ۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل هاؤسنګ او ډوېلپمنټ سيكټر لهے د وزيراعظم خاص هلو ځلو له مخې چې كوم ريليف وركړے شوے د هغې سره نزدې 12 صنعتي څانګې تړلې شوي چې پكښې سيمنټ٬سريا پشمول نور اړوند صنعتونه شامل دي۔ده ووئيل نن نړيواله ورورولي د دې خبرې معترف ده چې د وزيراعظم محمد شهباز شريف او فيلډ مارشل سيد عاصم منير هڅو په نتيجه كښې نه يوازې په منطقه كښې امن ته وده ترلاسه شوې بلكې د دې مثبت اثرات تر نړيوالو معيشتونو رسي۔ده ووئيل دا ټول پېشرفت د يو ډلې د كار نتيجه ده چې پكښې د ايس آئي ايف سي پشمول د بيلو ادارو مهم كردار شامل دے څوك چې د وزيراعظ محمد شهباز شريف٬د هغه معاشي ډلې او د فيلډ مارشل سيد عاصم منير په مشرۍ كښې په مختلف محاذونو مربوط حكمت عملۍ له مخې كار كوي۔وفاقي وزير ووئيل پاكستان نن په يو داسې مقام ولاړ دے چرته چې ګرين پاسپورټ ته يو ځل بيا عزت ترلاسه كيږي او هېواد د معاشي استحكام نه پس اوس د پرمختګ په لاره روان شوے دے۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير د خپل تقرير په اختتام د پروين شاكر دا اشعار ووئېل :
بخت سے کوئی شکایت ہے نہ افلاک سے ہے
یہی کیا کم ہے کہ نسبت مجھے اس خاک سے ہے
بزم انجم میں قبا خاک کی پہنی میں نے
اور مری ساری فضیلت اسی پوشاک سے ہے







