اسلام آباد۔14جون (اے پي پي)د پاکستان مسلم لیګ (ن) د بلوچستان څخه د قامي اسبملۍ غړي میاں خان بګتي وفاقي بجټ په مجموعي توګه يو مثبت او اولس دوسته ګړحولو سره د حکومت د معاشي اړخ ستائنه كرې ده ۔ قامي اسمبلۍ کښې په بجټ بحث كښې ده د معاشي استحکام او د اولسي ریلیف لپاره د پورته كړو ګامونو هر كلے وكرو او دا عزم يې څرګند كړو …
د اولس دوسته بجټ تائید او د بلوچستان د ترقۍ عزم: د قامي اسمبلۍ غړي میاں خان بګټي په بجټ بحث

مزید خبریں
اسلام آباد۔14جون (اے پي پي)د پاکستان مسلم لیګ (ن) د بلوچستان څخه د قامي اسبملۍ غړي میاں خان بګتي وفاقي بجټ په مجموعي توګه يو مثبت او اولس دوسته ګړحولو سره د حکومت د معاشي اړخ ستائنه كرې ده ۔ قامي اسمبلۍ کښې په بجټ بحث كښې ده د معاشي استحکام او د اولسي ریلیف لپاره د پورته كړو ګامونو هر كلے وكرو او دا عزم يې څرګند كړو چې د دې بجټ به ګتورې مېوې د بلوچستان لرې سيمو ته رسولو لپاره وفاق او صوبې له په ګده كار كول وي ۔ د بجټ د مثبتو اړخونو ذكر كولو سره میاں خان بګتي د هېواد او په نړيواله كچه د پاکستان معتبر تشخص هم رامخې ته كړو ۔ ده ووئېل وزیرِاعظم او وسله والو ځواكونو د امن و استحکام لباره چې كوم مخلصانه او تاریخي کردار ادا كړے دے ، نن ټوله نړۍ د دغې معترف ده ۔ ده منطقه كښې د امن دا مثبت ماحول د سرمایه کارۍ او اقتصادي ترقۍ لباره ډېر سازګار وګرځولو ۔










