په نوي این ایف سي ایوارډ كښې به د  ضم شوو ضلعو کا مالي برخه  شاملولې شي   ،وزیراعلی سهېل افريدي

  پیښور۔ 10 جون (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ محمد سهیل آفریدي وئېلي دي د نیشنل اکنامک کونسل  په غونډه كښې  د صوبې اولس مقدمه په زړه پورې ډول وړاندې كړې شوه   او د   صوبې آئیني ، مالي او  ترقیاتي حقونو تحفظ لپاره واضحه موقف اختیار کړے شو ۔د غونډې نه پس میډیا سره خبرو كښې ده ووئېل    په نوي این ایف سي ایوارډ كښې به د  ضم …

 

پیښور۔ 10 جون (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ محمد سهیل آفریدي وئېلي دي د نیشنل اکنامک کونسل  په غونډه كښې  د صوبې اولس مقدمه په زړه پورې ډول وړاندې كړې شوه   او د   صوبې آئیني ، مالي او  ترقیاتي حقونو تحفظ لپاره واضحه موقف اختیار کړے شو ۔د غونډې نه پس میډیا سره خبرو كښې ده ووئېل    په نوي این ایف سي ایوارډ كښې به د  ضم شوو ضلعو لپاره مالي برخه شاملولې شي  كوم چې د خیبر پښتونخوا اولس او په خاص توګه  د ضم شوو سميمو  لپاره يو لوي زېرے دے ۔ وزیراعلیٰ ووئېل  د ضم شو ضلعو لپاره  د تند رفتاره عمل درآمد پروګرام (اے آئي پي) كښې مجوزہ كمے د خبرو اترو نه پس تر ډېره حده بهتر شوے دے  خو  صوبائي حکومت د لا ښه والي لپاره په زړه پورې غوښتنه كړې ده۔ ده هيله څرګنده كړه چې د ضم شو اضلاع کلنه ترقیاتي پروګرام او د  اے آئي پي به لا ښه كولې شي  دغسې جې د هغه ځائے  اولس ته د پرمختګ مېوې  په وخت ورسي۔ وزیراعلیٰ د آئین آرټیکل 151  حواله وركولو سره ووئېل د  ضروری څيزونو  په آزادۍ سره وړل راوړل باوري كول د وفاق آئیني ذمه واري ده ، د پاسکو سره د شوې لوظ نامې تر مخه به يو لاکھ 75 زره ټن غنم په ټاكلي بېعه  خیبر پښتونخوا ته وركولې شي  او وفاقي حکومت باوري راكړے دے چې  د غنمو بيعه به نه لوړه وي ۔ د زياته كړه د خیبر پښتونخوا حکومت په ټول هېواد كښې امن و امان لپاره تر ټولو زياته  سرمایه کاري كوي او د 5   اکتوبر 2025  نه تر اوسه  په  پولیس، د ترهه ګرۍ مخ نيوي په محكمه  او د  سپیشل برانچ  استعداد په زياتولو  30 اربه روپو نه زياتې مصرف كرې شوي دي  ۔ وزیراعلیٰ ووئېل خیبر پښتونخوا د پاکستان په مجموعي ځنګلات كښې نزدې  45 فیصد برخه لري، د صوبې  د ټولې زمكې   26.7 فیصد برخه په ځنګلات مشتمل ده

مزید خبریں