پېښور ۔ 10 جون (اے پي پي) په صوبائي سرښار پېښور كښې يو شمېر كورنۍ ٬ ملګري او د كميونټي غړي په حسن خېل كښې د چېك پوسټ دفاع كولو په مهال د خپلو قيمتي ځانونو قرباني وركوونكو د فېډرل كانسټبلري 6 اهلكارو ته پېرزوئنې وړاندې كولو له جمع شول۔ د شهادت درناوې ترلاسه كوونكي نائیک عامر، لانس نائیک یوسف، لانس نائیک ریاض، کانسټیبلز اجمیر، احسان او د ریاض …
د ترهګرۍ خلاف جنګ كښې د فېډرل كانسټېبلري تلپاتي عزم

مزید خبریں
پېښور ۔ 10 جون (اے پي پي) په صوبائي سرښار پېښور كښې يو شمېر كورنۍ ٬ ملګري او د كميونټي غړي په حسن خېل كښې د چېك پوسټ دفاع كولو په مهال د خپلو قيمتي ځانونو قرباني وركوونكو د فېډرل كانسټبلري 6 اهلكارو ته پېرزوئنې وړاندې كولو له جمع شول۔ د شهادت درناوې ترلاسه كوونكي نائیک عامر، لانس نائیک یوسف، لانس نائیک ریاض، کانسټیبلز اجمیر، احسان او د ریاض د مړانې ستائنې سره هغوي به د فرزندانو ٬ ورونړو او ملګرو په توګه هم يادولې شي۔ د شهید احسان يو عزيز علي خان اے پي پي پي سره خبرو كښې ووئيل احسان خپل هېواد ته ترجيع وركړې او خپل ډېر خوبونه يۍ د فرض ترسره كولو په لاره كښې په شهادت قربان كړل۔ هغه تل د شهادت يا غازي جوړېدو دعا غوښتله۔ د فېډرل كانسټېبلري دې ځوانانو د ترهګرو د مقابلې په مهال هغه وخت د شهادت درجه ترلاسه كړه چې كله پېښور څخه نزدې 30 كلوميټره لرې په حسن خېل كښې په يو امنيتي پوسته بريد وشو او په هغې د قبضې كولو هڅه كېدله ۔ دوئي بريد كوونكي خپل مقصد څخه منع كړل او هغوي ته يۍ زيات زيان ورسولو۔ په پېښور اېف سي هېډ كوارټرز كښې د هغوي په جنازه كښې سینئر افسرانو ٬ ملګرو اهلكارو ٬ د غمجنې كورنۍ غړو ٬ د خېبر پښتونخوا وزير اعلی ، چیف سېکرټري ، آئي جي پی، کمشنر او نورو اعلی سېكورټي چارواكو ګډون وكړو۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی او وزیرِ مملکت طلال چوهدری هم جنازه كښې ګډون كولو سره د شهيدانو مړانې او قربانۍ ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ هغوي د دې خبرې پخلے وكړو چې قام به د خپلو مېړنو فرزندانو سترې قربانۍ تل يادې ساتي۔ وزیرِ مملکت طلال چوهدری ووئيل قام د ترهګرۍ لعنت خلاف ثابت قدم دے او هغه ترهګرۍ ته په ماتې وركولو سره امن له د حكومت د كوټلي عزم پخلے وكړو










