د پاکستان او چين ترمېنځه لوظنامې او اېم او يوز د زياتې شوې مرستې او دوه اړخيزه اړيكو د پراختيا عكاس دي۔ وزيراعظم شهباز شريف

  اسلام آباد 25 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاکستان او چين ترمېنځه لوظنامې او اېم او يوز د زياتې شوې مرستې او دوه اړخيزه اړيكو د پراختيا عكاس ګرځولو سره وئيلي دي دې لوظنامو او اېم او يوز سره به په بېلو څانګو كښې د مرستې نوې موقعې راپېدا شي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې …

 

اسلام آباد 25 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاکستان او چين ترمېنځه لوظنامې او اېم او يوز د زياتې شوې مرستې او دوه اړخيزه اړيكو د پراختيا عكاس ګرځولو سره وئيلي دي دې لوظنامو او اېم او يوز سره به په بېلو څانګو كښې د مرستې نوې موقعې راپېدا شي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف او د عوامي جمهوريه چين وزيراعظم لي چيانګ د پاکستان او چين ترمېنځه په يو شمېر لوظنامو، اېم او يوز، پروټوکولز او د مرستې په اړه په دستاويزات لاسليك او د دې د تبادلو په دستوره كښې ګډون وكړو  ٬ دا لوظنامې ، مفاهمتي يادداښتونه او پروټوکولز به تجارت، سرمايه کاري، زراعت، سائنس و ټيکنالوجي، موسمياتي بدلون، تعليم، ميډيا او د اولسي روابط په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته لا وده وركړي۔ په دې لوظنامو او اېم او يوز كښې تعليمي مرسته او د تبادلو په اړه ايګزيکټو پروګرام، د وچو ميوو لپاره معائنه، قرنطينه او د حفظانِ صحت د تقاضو په اړه پروټوکول، جوارو لپاره د نباتاتي صحت  تقاضو په اړه پروټوکول، زرعي څانګه كښې پرمختيائي مرستې ته د ودې وركولو په اړه مفاهمتي يادداښت، د ځناورو ويکسينز په اړه ليټر آف ايکسچينج، د اقتصادي پرمختګ په څانګه كښې تبادلې او مرستې لا زياتولو په اړه مفاهمتي يادداښت، ماحوليات او د موسمياتي بدلون په څانګو كښې د مرستې په مفاهمتي يادداښت، فارن سروس اکيډمي او د چائنا فارن افيئرز يونيورسټۍ ترمېنځه مفاهمتي يادداښت، د کميونسټ پارټي آف چائنا د سينټرل کميټي پارټي سکول (چائنا نيشنل اکيډمي آف ګورننس) او د پاکستان نيشنل سکول آف پبلک پاليسي  ترمېنځه مفاهمتي يادداښت، كال 2026 لپاره د افرادي قوت پرمختګ د مرستې پروګرام د مشترکه نفاذ په اړه مفاهمتي يادداښت، د پاکستان سائنس فاؤنډيشن او د چائنا ايسوسي ايشن آف سائنس اينډ ټيکنالوجي ترمېنځه مفاهمتي يادداښت، د شنهوا نيوز ايجنسي او د پاکستان براډکاسټنګ کارپوريشن ترمېنځه مفاهمتي يادداښت،چائنا ميډيا ګروپ او د پاکستان ټيلي وژن ترمېنځه مشترکه ډاکيومنټري پروډکشن كښې د مرستې په اړه مفاهمتي يادداښت، د آزاد تجارت او ګڼ اړخيزه نظام د مرستې په اړه مفاهمتي يادداښت او د ژجيانګ ولايت او د پنجاب ترمېنځه د برادر هوډ صوبو په حېث د اړيكو جوړولو په اړه لوظنامه شامله ده۔

مزید خبریں