د ايران خارجه وزير د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ  غونډه كښې ګډون لپاره نيو يارك ته ورسېد

  نيويارك ۔ 22 ستمبر (اے پي پي)  د ايران خارجه وزير عباس عراقچي د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې ګدون لپاره د يو اعلې كچې پلاوي سره نيو يارك ته ورسېد۔ د ايران  د سركاري خبر رسنې ادارې ارنا تر مخه  د امرېكې   جان ايف كېنډي ائير پورټ ته په رسېدو ملګرو ملتونو كښې  د ايران مستقل ناظم الامور غلام حسېن درزي د هغه هر كلے وكړو۔  د …

 

نيويارك ۔ 22 ستمبر (اے پي پي)  د ايران خارجه وزير عباس عراقچي د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې ګدون لپاره د يو اعلې كچې پلاوي سره نيو يارك ته ورسېد۔ د ايران  د سركاري خبر رسنې ادارې ارنا تر مخه  د امرېكې   جان ايف كېنډي ائير پورټ ته په رسېدو ملګرو ملتونو كښې  د ايران مستقل ناظم الامور غلام حسېن درزي د هغه هر كلے وكړو۔  د دې نه وړاندې  نيو يارك ته په رسېدو د ايران خارجه وزير په دوحه كښې مختصر قيام وكړو او هلته د قطري چارواكو سره يې په سيمه ايز صورتحال مشاورت وكړو۔  د ارنا تر مخه  خارجه وزير عباس عراقچي د ملګرو ملتونو په غونډه كښې د ګډون نه علاوه  په سر مشريزه غونډه كښې به ګډون  او د ګڼو خارجه وزيرانو سره به ملاقاتونه كوي