ايران كښې د  غېر قانوني مېشته افغانانو په ضد كرېك ډاون ګړندے كړے شو٬ په لاكهونو هېواد ته ستانه كړے شول

  اسلام آباد ۔ 22 ستمبر (اے پي پي)  په كوربه هېوادونو كښې د كوم دستاوېزات نه غېر د مېشته افغانانو خلاف كاروائۍ تندې كړې شوي ٬ چرته چې د زياتېدونكې امنيت او معاشي ستونزو تر مخه   د دوي شتوالے  قامي سلامتيا لپاره يو لوي چېلنج ګرځولے كېږي ۔  د ملګرو ملتونو د كډوالو لپاره ادارې (يو اين ايچ سي آر)  اوسني راپور تر مخه   سږ كال د ايران نه   …

 

اسلام آباد ۔ 22 ستمبر (اے پي پي)  په كوربه هېوادونو كښې د كوم دستاوېزات نه غېر د مېشته افغانانو خلاف كاروائۍ تندې كړې شوي ٬ چرته چې د زياتېدونكې امنيت او معاشي ستونزو تر مخه   د دوي شتوالے  قامي سلامتيا لپاره يو لوي چېلنج ګرځولے كېږي ۔  د ملګرو ملتونو د كډوالو لپاره ادارې (يو اين ايچ سي آر)  اوسني راپور تر مخه   سږ كال د ايران نه   تر اوسه   4 لاكهه 39 زره نه زيات غېر قانوني  افغانان خپل هېواد ته ستانه كړې شوي ۔ راپور كښې انكشاف شوے  دے  چې په بې دخله كوونكو كښې  86 فيصد كسان بيخي غېر رجسټرډ وو  او د قانوني او سفري دستاوزېزات نه مكمل محروم وو۔  د راپور تر مخه   د روزګار په لټون  كښې غېر قانوني او په سختو لارو   په پوله د اوړېدو په هڅو كښې په سوونو افغان ځوانان د خپل ځان نه تېر شوي دي۔ بل پلو په دومره لويه شمېره كښې غېر قانوني وګړو ناڅاپه ستنېدو په افغانستان كښې دننه  د استوګنې٬  روزګار ٬ روغتيا او د ذده كړو  په بنيادي  اسانيو فشار زيات كړے دے۔ د معاشي او دفاعي تحزيه كوونكو ترمخه  د طالبانو حكومت سختو پاليسيو او د نړيوالو اصولو د پاسدارۍ نه كولو  افغانستان په نړيواله توګه يوازې كړے دے٬  د كوم نيغ په نيغه اغيز  چې په عامو وګړو راځي۔  د ايران لخوا د غېر قانوني مېشته وګړو د هېواد پرېښودلو امر دا عكاسي كوي    چې د منطقې هېوادونه  اوس د غېر قانوني تګ راتګ  او ممكنه امنيتي اندېښنو   تر مخه  د دوي نظر انداز كولو ته چمتو نه دي۔