نيويارك۔ 22 ستمبر(اے پي پي) ملګرو ملتونو كښې د فرانس استازي جېروم بونا فونټ په حوثيانو زور راوړے دے چې هغوي د تاو تريخوالي مخ نيور وګړي او امن پلو راشي ٬ د سعودي عرب او باب المندب خلاف اقدامات د قبلولو وړ نه دي۔ په يو اين هېډ كوارټرز كښې عرب نيوز ته مركه كښې هغه ووئېل پوځي لاره كوم آپشن نه دے ٬ د وسلو د لارې …
حوثيان دې امن پلو راشي ٬ د سعودي عرب او باب المندب خلاف اقدامات د زغملو وړ نه دي٬ فرانس

مزید خبریں
نيويارك۔ 22 ستمبر(اے پي پي) ملګرو ملتونو كښې د فرانس استازي جېروم بونا فونټ په حوثيانو زور راوړے دے چې هغوي د تاو تريخوالي مخ نيور وګړي او امن پلو راشي ٬ د سعودي عرب او باب المندب خلاف اقدامات د قبلولو وړ نه دي۔ په يو اين هېډ كوارټرز كښې عرب نيوز ته مركه كښې هغه ووئېل پوځي لاره كوم آپشن نه دے ٬ د وسلو د لارې د يو جائز حكومت رټ چېلنج كول هم داسې آپشن نه دے كوم چې قبول كړے شي٬ د حوثيانو نه غوښتنه كوو چې هغوي تاو تريخوالے ختم كړي او د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل استازي سره د امن خبرو اترو او د قامي مفاهمت په عمل كښې په سنجيدګۍ سره شامل شي۔جېرون بونافونټ په خليېج كښې د روان تاو تريخوالي تذكره كولو ووئېل په آبنائے هر مز د زياتنېدونكې تاو ةتريخوالي باوجود د ايران سره سفارتكاري روانه ساتل پكار ده۔ د لبنان په اړه هغه ووئېل فرانس به د ملګړو ملتونو د عبوري فورس مېنډېټ تر 31 دسمبر مودې ختمېدو نه پس د دې متبادل نظام په تشكيل كښې هم كردار ادا كوي۔ هغه سعودي عرب په منطقه كښې د فرانس مهم شراكت دار ګرځولو سره ووئېل د اسرائيل فلسطين په شخړه ٬ لبنان او د آبنائے هر مز پشمول په مختلف معاملات كښې سعودي عرب مهم شراكت دار دے۔ د جېرون بونافونټ وېنا وه سوئېلې لبنان كښې د نړيوالې ورورولۍ شته والے اوس هم ضروري دے دغسې چې د رياستي ادارو عمل داري مضبوطه كړې شي۔









