رانا تنوير حسين او هارون اختر خان  د كالب ګروپ هيډكوارټر دوره وكړه، هغوي ته د جديد بيټري ټيكنالوجي، تحقيق و پرمختګ او نړيوالو توسيعي منصوبو په اړه بريفنګ وركړے شو

  اسلام آباد 24 مئي  (اے پي پي) د قومي غذائي تحفظ و تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين ، د وزير اعظم د صنعت و پيداوار خاص مرستيال هارون اختر خان او د صنعت و پيداوار سيكرټري سېف انجم  د  چين  كالب ګروپ هيډكوارټر دوره وكړه چرته چې هغوي ته د جديد بيټري ټيكنالوجي، تحقيق و پرمختګ او نړيوالو توسيعي منصوبو په اړه بريفنګ وركړے شو،ھغوي د اليكټرك ګاړو، …

 

اسلام آباد 24 مئي  (اے پي پي) د قومي غذائي تحفظ و تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين ، د وزير اعظم د صنعت و پيداوار خاص مرستيال هارون اختر خان او د صنعت و پيداوار سيكرټري سېف انجم  د  چين  كالب ګروپ هيډكوارټر دوره وكړه چرته چې هغوي ته د جديد بيټري ټيكنالوجي، تحقيق و پرمختګ او نړيوالو توسيعي منصوبو په اړه بريفنګ وركړے شو،ھغوي د اليكټرك ګاړو، بيټري انرجي سټوريج سسټمز او صنعتي برقي نظام  په اړه ځائې چارواكو سره هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د صنعت و پيداوار وزارت د اړخه جاري شوې اعلاميې له مخې په دې موقع هارون اختر خان ووئيل د پاكستان او چين ترمينځه صنعتي او ټيكنالوجي مرستي ودې لپاره مهم پېش رفت شوې،كالب ګروپ د نړۍ نوموړې ليتھيم آئن بيټري او نوي توان ټيكنالوجي كمپنيو كښې شامل دې۔ده ووئيل پاكستان او چين ترمينځه صنعتي او ټيكنالوجي مرستي له نوې اړخ وركوي، پاكستان كښې اليكټرك وهيكل او بيټري ټيكنالوجي په څانګه كښې لوئ صلاحيت شته۔

مزید خبریں