اسلام آباد۔22 ستمبر(اے پی پی) د وزیراعظم د کفایت شعارۍ اقدامات له مخې د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي په پاكستان رېلوے كښې مالي نظم وضبط باوري كولو او غېر ضروري خرڅونو كښې سمدستي كمي له مهم احكامات جاري كړې دي۔ د دې اقدامات مقصد د سركاري وسائلو مؤثر او په عادلانه توګه كارول باوري كول دي۔ د رېلوے وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د رېلوے …
د وزیراعظم د کفایت شعارۍ اقدامات ٬ د رېلوے وزارت فيول كوټه كښې 50 فيصد كمے٬ په هاؤس بلډنګ اېډوانس او بهرنيو دورو بندېز
اسلام آباد۔22 ستمبر(اے پی پی) د وزیراعظم د کفایت شعارۍ اقدامات له مخې د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي په پاكستان رېلوے كښې مالي نظم وضبط باوري كولو او غېر ضروري خرڅونو كښې سمدستي كمي له مهم احكامات جاري كړې دي۔ د دې اقدامات مقصد د سركاري وسائلو مؤثر او په عادلانه توګه كارول باوري كول دي۔ د رېلوے وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د رېلوے وزير وزیر حنیف عباسی ووئيل پاكستان رېلوے كښې تر 31 دسمبر 2026 د هاؤس بلډنګ اېدوانس پورونو اجرا په بشپړه توګه معطل كړې شوې ده او دې موده كښې به كوم افسر يا ملازم ته اېډوانس نه جاري كېږي۔ دې سره سره وفاقي وزير د خپل ذاتي سرکاري فیول پشمول د محكمې د ټولو افسرانو فيول كوټه كښې د 50 فيصد كمي كولو پرېكړه كړې ده۔ دې سره وفاقي وزير د خپل ځان په شمول د افسرانو او ملازمينو په غېر ضروري او سركاري او غېر ملكي دورو هم بندېز لګولے دے۔ د رېلوے وزير حنيف عباسي وېنا ده د وزيراعظم د كفايت شعارۍ پالېسۍ سمدستي او سخت اطلاق پېل كړے شوے دے دغسې چې د قامي وسائلو بچت ممكن شي او په هرهخ كچه د غېر ضروري خرڅونو بشپړ مخنيوے وكړے شي










