اسلام آباد۔22مئی(اے پی پی) د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري وئيلي دي چې پېښور څخه تښتولې شوې انجلۍ د شكارپور كوټ شاهو تھاڼې په حدود كښې ايساره كړې شوې ده چرته چې دا مهال آپرېشن روان دے او يو ډاكو وژلے شوے دے ، كوچنۍ به زر تر زره خوشې كړې شي۔ د جمعې په ورځ په قومي اسمبلۍ كښې جمال خان كاكړ ووئيل د کچے سيمې ډاكوانو پېښور …
پېښور څخه د تښتولې شوې انجلۍ زر تر زره راخوشې كولو له په شكار پور كښې آپرېشن روان دے: د كورنيو چارو وزير مملكت په قومي اسمبلۍ كښې ځواب

مزید خبریں
اسلام آباد۔22مئی(اے پی پی) د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري وئيلي دي چې پېښور څخه تښتولې شوې انجلۍ د شكارپور كوټ شاهو تھاڼې په حدود كښې ايساره كړې شوې ده چرته چې دا مهال آپرېشن روان دے او يو ډاكو وژلے شوے دے ، كوچنۍ به زر تر زره خوشې كړې شي۔ د جمعې په ورځ په قومي اسمبلۍ كښې جمال خان كاكړ ووئيل د کچے سيمې ډاكوانو پېښور څخه 11 كلنه انجلۍ تښتولې ده او په تاوان كښې يۍ د 15 لكه روپو مطالبه كړې ده۔ كله چې د دې مور دا رقم د لور خوشې كولو له يوړو نو هغې سره زياتې وكړې شو ، هغه بايد خوشې كړې شي او دغلته آپرېشن وكړے شي۔ ددې په ځواب كښې طلال چوهدري ووئيل چې د كچے سيمې ته يو پرمختيائي پېكج وركړے شوے دے او اوس دغه نو ګو اېريا نه ده پاتې شوې٬ دغسې په سندھ كښې هم كارروايي روانه ده۔ ده ووئيل دا انجلۍ د علي ګوهر جتوئي په قبضه كښې ده ، د قبيلې لخوا دريځ دا اختيار كړے شوے چی دا انجلۍ په بيعه اخستلې شوې ده۔ په دې كښې ككړ ځينې مېرمنې نيولې شوې دي۔ ده ووئيل آپرېشن جاري دے يو ډاكو وژلے شوے دے۔ ده ووئيل د سندھ آئي جي سره رابطه كښې يو۔ ده ووئيل دا لور د كوم قام يا صوبې نه بلكې د پاكستان لور ده او ډېر زر به خوشې كړې شي۔










