اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) پاكستان، تركيه، سعودي عرب، مصر، قطر، اردن، متحده عرب امارات او انډونيزيا غزه كښې په روان بشري بحران د تشويش څرګندوني سره په اسرائيل زور راوړے چې هغه د جامعه پلان وړومبي پړاؤ ترمخه د خپلو ځنډېدونكو ذمه وارۍ په سمدستي توګه پوره كړي، د انساني مرستي او د ابتدائي بحالۍ سامان محفوظ او غير د كوم ركاوټ نه غزه ته رسول …
پاكستان، تركيه، سعودي عرب، مصر، قطر، اردن، متحده عرب امارات او انډونيزيا غزه كښې په روان بشري بحران د اندېښنې څرګندونه، اسرائيل دې د جامعه پلان وړومبي پړاؤ ترمخه خپلې ځنډېدونكې ذمه وارۍ په سمدستي توګه پوره كړي۔اعلاميه

مزید خبریں
اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) پاكستان، تركيه، سعودي عرب، مصر، قطر، اردن، متحده عرب امارات او انډونيزيا غزه كښې په روان بشري بحران د تشويش څرګندوني سره په اسرائيل زور راوړے چې هغه د جامعه پلان وړومبي پړاؤ ترمخه د خپلو ځنډېدونكو ذمه وارۍ په سمدستي توګه پوره كړي، د انساني مرستي او د ابتدائي بحالۍ سامان محفوظ او غير د كوم ركاوټ نه غزه ته رسول باوري كړي او د مهمي بنيادي ډھانچې بحالۍ كښې آسانۍ وركړي۔د نهي په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې پاكستان، مصر، تركيه، انډونيزيا، اردن، قطر، سعودي عرب او متحده عرب امارات خارجه وزيرانو نيويارك كښې د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ 81مي غونډي په موقع ملاقات وكړو ۔خارجه وزيرانو غزه كښې په روانو انساني مصيبتونو د اندېښنې څركندونه وكړه او په اسرائيل ئې زور راوړو چې د كوټلي منصوبې وړومبي پړاؤ ترمخه خپلي پاتي ذمه وارۍ په سمدستي توګه پوره كړي چې پكښې د انساني مرستي او د ابتدائي بحالۍ سامان سمدستي، محفوظ او غير د څه خنډ ن هورسول باوري كول او مهمي بنيادي ډھانچې بحالۍ كښې آسانۍ وركول شامل دي۔دوي جنګ بندي برقرار ساتلو او د ټولو خلاف ورزو ختمول ضروري وګرځول۔خارجه وزيرانو زور راوړو چې روډ ميپ د جامع منصوبې يوه لازمي برخه ده او د دې دويم پړاؤ مخ په وړاندې بوتللو لپاره د عملدرآمد فريم ورك وركوي چې پكښې د اسرائيل بشپړه انخلاء سره سره غير مسلح كول، د نړيوال استحكام فورس (آئي ايس ايف) تعيناتي، د غزه انتظام لپاره قامي كمېټي (اين سي اے جي) د اړخه ټوله غزه پټي كښې خپلي ذمه وارۍ سنبھالول او ټوله غزه كښې د ابتدائي بحالۍ او د بيا رغونې هلې ځلې پيل كول شامل دي۔ دوي په ټولو ډلو زور راوړو چې په نيك نيتۍ سره او غير د تاخير ن هخپلي خپلي ذمه وارۍ پوره كړي۔خارجه وزيرانو د فلسطين اولس له د هغوي د هېواد څخه په بے دخله كولو يا په زبردستۍ كډې ته مجبوره كولو لپاره د كوم هم اقدام يا مقبوضه فلسطيني سيمي علاقائي يا آبادياتي تشخص د بدلولو هڅي د رد كولو پخلے وكړو۔خارجه وزيرانو په دې تناظر كښې د اسرائيل كنټرول او الحاق مستحكمولو لپاره د روانو غير قانوني اقداماتو پشمول د اسرائيل آبادكارۍ كښې پراختيا ٬ تندي،د زمكي ضبط كول، د فلسطينيانو كورونو ړنګولو، د آبادكارو تشدد او په ترهه ګرۍ د افسوس څرګندونه وكړه او د دغه اقدامات په سمدستي توګه بيرته اخستلو غوښتنه ئې وكړه۔دوي په يروشلم كښې د مسلم او مسيحي مقدس ځايونو تاريخي او قانوني حيثيت ته زيان رسوونكو اقداماتو باندې هم د تشويش څرګندونه وكړه۔خارجه وزيرانو غير قانوني اسرائيلي كليو هلو ځلو په غبرګون كښې د برتانيې د اړخه اوسني اقدامات، دغسې د پراخه قامي او اروپائي هڅو هركلے وكړو چې پكښې غير قانوني اسرائيلي كليو سره د تجارت مخنيوي اقدامات شامل دي۔خارجه وزيرانو د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ قيادت وستائيلو او جامع منصوبه باندې عملدرآمد باوري كولو كښې ئې د امريكې په ضروري كردار زور راوړو۔ده د ټولو ډلو پشمول اسرائيل، د اړخه خپلي ذمه وارۍ پوره كولو او د روډ ميپ عملدرآمد په لاره كښې د ولاړو خنډانو لري كولو لپاره د امريكې پرله پسې او فعاله شموليت غوښتنه وكړه۔







