اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) د قانون سازۍ چارو لپاره كابينه كمېټۍ د پاكستان آئل رولز 2016 كښې د بدلون، اوګرا آرډيننس 2002 سيكشن 30 كښې د بدون او اوګرا كښې د ممبر لاء ګډون په اړه د ترميم شوو مسودو منظوري وركړه ۔د قانون و انصاف وزارت وياند له مخې د قانون وزير سينيټر اعظم نذير تارړ په مشرۍ كښې د قانون سازۍ چارو په اړه …
د سينيټر اعظم نذير تارړ په مشرۍ كښې قانون سازۍ لپاره د كابينه كمېټۍ غونډه، د ګڼو قانون مسودو منظوري وركړې شوه

مزید خبریں
اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) د قانون سازۍ چارو لپاره كابينه كمېټۍ د پاكستان آئل رولز 2016 كښې د بدلون، اوګرا آرډيننس 2002 سيكشن 30 كښې د بدون او اوګرا كښې د ممبر لاء ګډون په اړه د ترميم شوو مسودو منظوري وركړه ۔د قانون و انصاف وزارت وياند له مخې د قانون وزير سينيټر اعظم نذير تارړ په مشرۍ كښې د قانون سازۍ چارو په اړه د كابينه كمېټۍ غونډه وشوه چې پكښې اړوندو وزارتونو، محكمو او ډويژنز استازو ګډون وكړو۔په غونډه كښې په بيلو قانوني و انتظامي چارو تفصيلي غور وشو او د قانون سازۍ د ګڼو مسودو منظوري وركړې شوه۔كابينه كمېټۍ د پاكستان آئل رولز 2016 كښې د بدلون مسودې منظوري وركړه دغسې اوګرا آرډيننس 2002 سيكشن 30 كښې د ترميم او اوګرا كښې د ممبر لا ګډون په اړه د ترميم مسوده هم منظور كړې شوه۔كمېټۍ د پاكستان ميرين اكيډمي له د ډګري ايوارډنګ ادارې جوړولو تجويز هم منظوري وركړه۔په غونډه كښې نېشنل انسټي ټيوټ آف اليكټرونكس آرډيننس 1979 منسوخۍ په اړه د بل مسودې منظوري وركړې شوه دغسې د وفاقي فلډ كمېشن د بحالۍ ، تنظيم نو او اصلاحات په اړه مسوده بل 2026 هم منظور كړے شو۔







