د وزيراعظم شهباز شريف د پرنس رحيم آغا خان پنځم په درناوي كښې میلمستیا ، نړيوالو شراكتدارو سره د ګټورو روابطو په وده كښې د كردار ستائنه

  اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د امن، استحکام او د حکومتونو او نړيوالو شراكتدارو سره د ګټورو روابطو ودې لپاره د پرنس رحيم آغا خان پنځم د کردار ستائنی كولو سره اعليٰ مقاصدو لپاره د پاکستان د مشترکه عزم پخَلے كړے دے۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف د زيارت په ورځ د پرنس رحيم آغا خان پنځم د پاكستان د وړومبۍ سرکاري دورې په …

 

اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د امن، استحکام او د حکومتونو او نړيوالو شراكتدارو سره د ګټورو روابطو ودې لپاره د پرنس رحيم آغا خان پنځم د کردار ستائنی كولو سره اعليٰ مقاصدو لپاره د پاکستان د مشترکه عزم پخَلے كړے دے۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف د زيارت په ورځ د پرنس رحيم آغا خان پنځم د پاكستان د وړومبۍ سرکاري دورې په موقع د ھغه په درناوي كښې د سهار نعارې د خاص دستورې اهتمام وكړو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم په دستوره كښې د پرنس رحيم آغا خان تود هركلی كولو سره امن، استحکام او د حکومتونو او نړيوالو شراكتدارو سره د ګټورو روابطو ودې لپاره د پرنس رحيم آغا خان پنځم د کردار ستائیلو سره اعليٰ مقاصدو لپاره د پاکستان د مشترکه عزم پخَلے وكړو۔ وزيراعظم د پاکستان او آغا خان ډوېلپمنټ نيټ ورك ( اے کے ډي اين) ترمېنځه په اوږد مهاله شراكتدارۍ رڼا اچولو سره كليوال پرمختګ، صحت، تعليم، د طبعی آفاتونو د  مخنيوي صلاحيت، ماحولياتي بدلون سره مطابقت، د تجديد وړ توان، د ډيجيټل مهارتونو تربيه کښی او په ځوانانو كښې د کاروباري صلاحيتونو ودې په څانګو كښې د اے كے ډي اېن  خدمات ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده په خاص توګه ګلګت بلتستان او د چترال لرې پرتو سيمو كښې د اے کے ډي اين د مؤثره کردار ستائنه وكړه۔ وزيراعظم اے کے ډي اين ته پاکستان په خاص توګه ګلګت بلتستان او چترال كښې خپلې شركتدارۍ ته د لا پراختيا وركولو ترغيب وركړو چرته چې د دې نيټ ورك اداره جاتي شتوالی او  اولسي خدمات ته په درنه سترګه كتلې كېږي۔ ده آغا خان يونيورسټۍ سره د لا مرستې هركلے هم وكړو او د صحت و اعليٰ تعليم په څانګو كښې یی د تنظيم د ځانګړو خدماتو ستائنه وكړه٬ماحولياتي تحفظ لپاره د پرنس رحيم آغا خان د هلو ځلو ستائنی سره وزيراعظم ووئيل پاکستان كښې د موسمياتي بدلون مخنيوي، په خاص توګه ګليشيئرز څخه په متاثره شمالي سيمو كښې د ماحولياتي استحکام  ودې لپاره اے کے ډي اين يو قدرتي او د باور وړ شراكتدار دے۔ وزيراعظم د پرنس رحيم آغا خان پنځم د پاکستان دورې مننی كولو سره ووئيل پاكستان به تل د دوي دوېم كور وي۔ ده  هیله ولرله چې د پرنس رحيم رسمي دوره به د پاکستان او اسماعيلي ورورولۍ ترمېنځه د اوږدې مودې اړيكی لا مضبوطې كړي۔ وزيراعظم د اسلام آباد خبرو اترو لپاره د سرينا هوټل د معاوضې نه غېر په وركولو د پرنس رحيم آغا خان پنځم د فراخدلانه معاونت  هم مننه وكړه٬ دغسی وزيراعظم د پرنس رحيم پلار پرنس کريم آغا خان څلورم  په مړينه د غمرازۍ څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم د پرنس کريم آغا خان نزدی په اوو لسيزو محيط پاكستان سره د تړون او د لازواله انساني خدمات ته پېرزوئنې وړاندې كړې٬ وزيراعظم د پرنس کريم آغا خان څلورم پاکستان لپاره د خدمات په اعتراف كښې د پاكستان پوسټ لخوا جاري كړے شوے يادګاري ډاک ټکټ هم میلمه ته وړاندې كړو٬ پرنس رحيم آغا خان پنځم په پاکستان كښې پخپل تود هركلي د وزيراعظم مننی كولو سره د انساني پرمختګ په بېلو اقداماتو كښې پاكستان سره مرسته دوامداری ساتلو لپاره خپله خوښي هم څرګنده كړه۔

مزید خبریں