د پاكستان او كويت خارجه وزيرانو د ټولو مسئلو حل٬امن او استحكام ودې لپاره په پرله پسې خبرو اترو او د سفارت كارۍ په اهميت زور راوړو

  نيويارك 22 ستمبر (اے پي پي) د پاكستان او كويت خارجه وزيرانو د ټولو مسئلو حل٬امن او استحكام ودې لپاره په پرله پسې خبرو اترو او سفارت كارۍ په اهميت زور راوړې۔د نهې په ورځ د خارجه وزارت وياند دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 81مې غونډې په موقع د كويت خارجه وزير شيخ …

 

نيويارك 22 ستمبر (اے پي پي) د پاكستان او كويت خارجه وزيرانو د ټولو مسئلو حل٬امن او استحكام ودې لپاره په پرله پسې خبرو اترو او سفارت كارۍ په اهميت زور راوړې۔د نهې په ورځ د خارجه وزارت وياند دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 81مې غونډې په موقع د كويت خارجه وزير شيخ جراح جابر الاحمد الصباح سره ملاقات كړې۔دواړو خارجه وزيرانو ترمينځه ملاقات په ښه چاپيرچل كښې وشو او د پاكستان او كويت ترمينځه نزدې او اوږدې مودې اړيكو جاج واخستلې شو۔ دواړو لارښودو د دواړو هېوادونو ترمينځه پرله پسې اعلٰی پائې رابطو هركلے وكړو او د شريكې خوښې بيلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې لا قوي كولو عزم پخلې وكړو۔ډلو د سيمه ايز او نړيوال صورتحال٬په خاص توګه مينځني ختيز صورتحال هم خيالاتو څرګندونه وكړه او ټولو مسئلو حل٬امن او استحكام ودې لپاره پرله پسې مذاكرات او سفارشات په اهميت زور راوړو۔

مزید خبریں