وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د كينيا صدر وليم روټو ملاقات وكړو٬د دواړو هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا اړيكو لا قوي كولو د عزم پخلې

  نيويارك 22 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د نهې په ورځ د كينيا صدر وليم روټو ملاقات كړې۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې دواړو لارښودو ترمينځه ملاقات د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 81مې غونډې په موقع شوې۔دواړو لارښودو د پاكستان او كينيا شريكو اړيكو موجوده صورتحال جاج واخست او د اړيكو په مثبت پلو مخ په وړاندې تللو يې د …

 

نيويارك 22 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د نهې په ورځ د كينيا صدر وليم روټو ملاقات كړې۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې دواړو لارښودو ترمينځه ملاقات د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 81مې غونډې په موقع شوې۔دواړو لارښودو د پاكستان او كينيا شريكو اړيكو موجوده صورتحال جاج واخست او د اړيكو په مثبت پلو مخ په وړاندې تللو يې د اطمينان څرګندونه وكړه۔دواړو لارښودو د پاكستان او كينيا ترمينځه د ملګرتيا اړيكو لا قوي كولو د عزم پخلې وكړو۔په دې موقع وزيراعظم محمد شهباز شريف په خاص توګه د داروګانو جوړولو٬ټيكسټائل٬جراحي آلاتو٬زراعت او د شريكې خوښې په نورو څانګو كښې د دواړو هېوادونو كاروباري ورورولو ترمينځه رابطو او شريكې مرستې زياتولو ډاډګيرنې سره د كينيا سرمايه كارو له په پاكستان كښې خصوصي اقتصادي زونز كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركړه۔وزيراعظم شهباز شريف د سياسي٬اقتصادي٬تجارتي٬دفاعي او په اولسي كچه د رابطو پشمول په بيلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې زياتولو د خواهش څرګندونه وكړه۔د ملاقات په مهال په سيمه ايزو او نړيوالو چارو پشمول كوټلې پرمختګ او نړيوال امن او سلامتيا هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔صدر وليم روټو لويديز آسيا او خليجي سيمه كښې د اوسني بحران په مهال د پاكستان او مصالحتي كردار وستائېلو اعلٰی پاې رابطو باقاعده تسلسل په اهميت زور راوړولو سره دواړه اړخه د دوه اړخيزه مرستې په موجوده اداره جاتي تګلاره پشمول دوه اړخيزه سياسي مشاورت او شريك وزارتي كمېشن لا مستحكم كولو ته اتفاق وكړی شو۔وزيراعظم شهباز شريف د كينيا اولس پرمختګ او څوكالۍ لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔

مزید خبریں