د پاکستان او چين اړيكې او مثالي دوستي په تزويراتي شراکت دارۍ بدلې شوي ٬ د  وزيراعظم د دواړو هېوادونو د سفارتي اړيكو په 75مه سالګره پېغام

  اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي د پاکستان او چين اړيكې او مثالي دوستي په تزويراتي شراکت دارۍ بدلې شوي دي٬ پاكستان په بېلو څانګو كښې د چين مرستې ته په درنه سترګه ګوري٬ پاکستان د سي پېك په راتلونكي پړاٶ كښې د اعلٰې معيار د پرمختګ عزم لري۔ دا خبره وزيراعظم د پاکستان او چين ترمېنځه د سفارتي اړيكو 75مې سالګرې …

 

اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي د پاکستان او چين اړيكې او مثالي دوستي په تزويراتي شراکت دارۍ بدلې شوي دي٬ پاكستان په بېلو څانګو كښې د چين مرستې ته په درنه سترګه ګوري٬ پاکستان د سي پېك په راتلونكي پړاٶ كښې د اعلٰې معيار د پرمختګ عزم لري۔ دا خبره وزيراعظم د پاکستان او چين ترمېنځه د سفارتي اړيكو 75مې سالګرې په تاريخي موقع خپل پېغام كښې كړې۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم ووئيل د دواړو هېوادونو اولس ته په دې موقع د زړه د كومي مباركي وركوم٬ دا تاريخي سنګ ميل په غوره ډول ډول لمانځل د پاکستان او د چين اړيكو د ژورتيا، پراختيا، مضبوطيا او د ځالانده سباٶن عكاس دے۔ ده ووئيل د پاکستان اولس د چين اولس لپاره په حقيقي توګه بې حده عزت او احترام او د زړه نه د مينې جذبات لري٬ ده ووئېل په شريك باور، خپلواكه برابرتيا او د امن و ترقۍ په مشتركه خواهشات اډانه زمونږ دوه اړخيزه اړيكې او مثالي دوستي په هر موسم كښې په مضبوطې  تزويراتي شراکت دارۍ بدلې شوې دي٬ د بدلېدونكو سيمه ايزو او نړيوالو حالاتو باجود دا دوستي مسلسل مضبوه ، مؤثر او د تزويراتي اهميت وړ ده۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان، د چين صدر  شي جن پنګ د مدبرانه قيادت ته ډېر د قدر په نظر ګوري٬ د صدر شي جن پنګ بصيرت افروز قيادت كښې چين د جديديت، اختراع، د غربت خاتمې او د قامي احيا په مېدان كښې غېر معمولي ترقي كړې ده۔ ده د چين ترقي او بدلون  پرمختګ كوٶنكو هېوادونو لپاره د فعاله او د تقليد وړ ګرځولو سره ووئيل  دا په نړيوال امن و خوشحالۍ كښې ځانګړے كردار لوبوي۔ وزيراعظم ووئيل  پاکستان د “يو چين” په اصول د خپل غير متزلزل سفارتي مؤقف پخلے كوي٬ د پاكستان په سماجي او معاشي پرمختګ او قامي ترجيحات كښې د چين په مضبوط معاونت غېر معمولي كردار لوبولے دے۔ وزيراعظم ووئيل سي پېك په پاکستان كښې د بنيادي ډھانچې پرمختګ، د توان تحفظ او صنعتي مرسته كښې بې پناه كردار لوبولے ٬ پاکستان د سي پېك په راتلونكي پړاٶ كښې د اعلٰې معيار د پرمختګ عزم لري٬  د پاکستان او  چين ترمېنځه اوس ډيجيټل معيشت، جدت، خلائي تحقيق و تسخير كښې معاونت، تعليم او د كلتوري تبادلو په څېز تر نوو څانګو پراخه كېږي٬ د شاهراه قراقرم نه تر خلائي تحقيق و تسخير كښې مرسته، د پاك چين دوستۍ د تل پاتې تزويراتي باور په عملي ترقۍ او مشتركه خوشحالۍ بدلېدونكے روښانه مثال دے ۔ وزيراعظم ووئيل زمونږ مثالي دوستي په هر موسم كښې مضبوطه تزويراتي شراکت داري  به “سيمه ايز استحكام او نړيوالې مرستې” لپاره د يو مثبت قوت په توګه خپل كردار لوبوي۔ ده دعا وكړه چې د پاکستان او چين لازواله دوستي دې  د هر راتلونكي نسل سره لا قوي شي۔

مزید خبریں