اسلام آباد۔21مئی (اے پي پي) پاکستان د ګلوبل صمود فلوټیلا سره د بشري خواخوږۍ ترمخه د كار كوونكو کارکنانو په غیر قانوني توګه نيولو او د هغوي سره بدسلوک كولو غندنه كړې ده ۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياند ووئېل د پاكستان حکومتِ په نړوالو اوبو كښې د اسرائیل قابض پوځ د اړخه د ګلوبل صمود فلوټیلا ک په غیر قانوني ايسارولو ، د انساني …
پاکستان د ګلوبل صمود فلوټیلا کارکنانو په غیر قانوني نيولو د اسرائيلي اقدام غندنه وكړه ٬د سمدستي خوشي كولو غوښتنه

مزید خبریں
اسلام آباد۔21مئی (اے پي پي) پاکستان د ګلوبل صمود فلوټیلا سره د بشري خواخوږۍ ترمخه د كار كوونكو کارکنانو په غیر قانوني توګه نيولو او د هغوي سره بدسلوک كولو غندنه كړې ده ۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياند ووئېل د پاكستان حکومتِ په نړوالو اوبو كښې د اسرائیل قابض پوځ د اړخه د ګلوبل صمود فلوټیلا ک په غیر قانوني ايسارولو ، د انساني خواخولۍ تر مخه د كار كوونكو کارکنانو د نيولو او د هغوي سره د مبینه بدسلوکۍ په سختو ټكو غندنه كرې ده په نيولے شوو كسانو كښې د پاکستان سه تعلق لرونكے سعد ایدھي هم شامل دے ۔پاکستان د ټولو غېر قانوني توګه نيولے شوو كسانو د سمدستي خوښي كولو غوښتنه كرې ده دغسې چې د دغې كسانو سلامتیا، وقار او بنیادي حقونه باوري كړې شي ۔ بیان كښې وئېلي شوي دي خارجه دفتر د سعد ایدھي پهمحفوظ ِډول راستنولو كښې د اردن او د پاکستان سفارتخانې بشمول منطقه كښې د پاکستان سفارتي مشنز سره به پرله پسې رابطه كښې دے۔








